The news is by your side.

د پاکستان ستره محکمه: عمران خان بايد محاکمه شي

خبريال ويبپاڼه/د پاکستان ستري محکمې د پاکستان په لومړي وزير تور پوري کړی چې د خپل واک څخه ناوړه ګټه اخلي، داسي کارونه کوي لکه يوازي د يوه ګوند ترحريک انصاف ګږږ لومړی( صدراغظم) چې وي.

د پاکستان سترې محکمې په خپل خبراداري کې ويلي چې عمران خان د ټول پاکستان لومړی وزير دی نه د يوه ګوند ، د ستري محکمې په نوټس کې راغلی عمران خان د ټولو پاکستانيانو په وړاندي مسوليت لري بايد هر کار او خپلو کړنو ځواب ووايې.

په پنجاب صوبه کې د ځمکو د يوې قضیې د ارويدنې په ترڅ کې د سترې محکمې دوو قاضيانو پرمهال ، قاضي فیض عیسی وویل چې عمران خان له خپل څخه ناوړه استفاده کوي او پاکستاني يې سخت بحراني حالت ته بيولی دی.

د پاکستان د سترې محکمې يوه وکيل قاضي عيسی دا هم وويل چې د عمران خان په ضد د مقدمې خبره يې د پاکستان پوځ مشر باجوه ته هم ليږي ده.

بايد وويل شي چې پاکستان په دې ورستيو کې له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی د پيسو د سپينو او د ترهګرۍ ضد ادار په خړ ليست کې شامل او د تور ليست د لويدو خطر يې زيات دی. که پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ تورليست ته ولويده که نورو اقتصادي ستونزو سره به هم مخ شي.

هيره دي نه وي چې څو ورځي مخکي د پاکستان مشهوري جنګ ورځپاڼې په غټو تورو د ګڼې په لومړۍ برخه کې ليکلي وو چې پاکستان د بې ار ټې منسوبې لپاره د ۹ ميلياره او ۶۶۰ مليونونه په اندازه نور قرضونه اخلي.

پاکستان په داسي حال کې نور قرضونه اخلي دغه هيواد مخکي له مخکي لا ۲۷ بيليونه ډارلر قرضداره دی.
د يادولو وړ ده چې پاکستان تر دې مخکي هم بيخي ډير قرضونه اخيستي چې پاکستان دغه قرصونه له نړيوال باند او کورنيو بانکونه څخه اخيستي دي.
هيره دي نه وي چې د پاکستان ډيره مالي بوديجه د ترهګرۍ په ملاتړ مصرفوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.