The news is by your side.

د طالبانو او ملکي وګړو ترمنځ لفظي شخړه د ملکيانو په مرګ تمامه شوه

خبريال ويبپاڼه / د وسله والو طالبانو او ملکي وګړو تر منځ د لفظي شخړې وروسته طالبانو درې ملکي وګړي شهيدان او ګڼ نور يې سخت وهلي او ډبولي دي.
وسله والو طالبانو بيګا شپه د پکتیا د میرزکې ولسوالۍ په خلیلانو کلي کې غوښتل  کورونه تلاشي کړي ، خو ځایی خلکو لخوا ورسره مخالفت وشو.

له هغه وروسته طالبانو د جمیل په نوم یو قومي مشر او دوه ځوانان یې په ډزو ووشتل او شهدان يې کړل.
بايد وويل شي چې د پکتيا د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال لطف الله کامران هم دغه پېښه تاييدوي. ښاغلي کامران زياته کړه چې د طالبانو او ملکي وګړو ترمنځ په لوړړي سر کې د کورونو د تلاشي په سر شجړه رامنځته شوه يوه طالب قوماندان يو قومي مشر او ۲ ځوانان شهيدان کړل.

د پکتيا د امنيه قوماندانۍ سرپرست زياتوي چې دغه شهيد شوو کسان ملکي وګړي وو او کومه دولتي دنده نه يې درلوده.

هيره دې نه وي چې دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او ملکي وګړو ترمنځ شخړه کيږي او د ملکي وګړو په مرګ تماميږي بلکي په وار ، وار دغه ډول نيښتي را منځته شوي دي.
که څه طالبان وايې چې د دوی ټول حکومونه او نظام په اسلامي شريعت ولاړ دی.

خو سيد فهيم ځاځي بيا وايې چې طالبان د پاکستان له خوا يوه روزل شوي ترهګره ډله ده چې د افغانستان د تخريب او د اسلام د بندنامۍ لپاره کار کوي.
سيد فهيم زياتوي دی وايې که څه هم دد طالبانو جنګيالي په پاکه عقيده دداسلام لپاره جنګيږي خو.دوی نه دي خبر چې دا ډله چا او د کوم هدف لپاره جوړه کړي.
او د دوی مشران د چا تر لاس لاندي کار کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance