غني ټول هېواد کې د جنرال رازق د شهادت دویم تلین لمانځلو امر کړی
خبریال وېب پاڼه/ ولسمشر اشرف غني ټاکل شوي کمېسیون ته د یوه حکم پر بنسټ دنده سپارلې چې په ټول هېواد کې د کندهار پخواني امنیه قومندان شهید جنرال عبدالراېق اڅکزي د شهادت دویم تلین لمانځلو تابیا ونیسي.
د ولسمشر د حکم پر بنسټ د دفاع وزارت د سرپرست وزیر اسدالله خالد په مشرۍ ټاکل شوي کمېسیون دنده لري چې په پرتمینو مراسمو سره د جنرال عبدالرازق تلین ولمانځي.
همدا راز سیمه اییزو ارګانونو ته دنده سپارل شوې چې په ټولو ولایتونو کې د جنرال عبدالرازق د شهادت تلین ولمانځي. د ټولو مراسمو لګښت به د ملي دفاع وزارت له لوري اداء کیږي.
د کندهار پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق دوه کاله وړاندې د کندهار ولایت مقام کې پر جنرال رازق او یو شمېر لوړ پوړي چارواکي د برید ګرو له لوري په ډزو سره په شهادت ورسېدل.
له هغې وروسته د جنرال عبدالرزازق پر ځای یې ورور تادین خان د کندهار امنیه قومندان وټاکل شو، چې تر دې دمه یې د شهید جنرال رازق په څېر د کندهار ولسونه له ماموریت خوښ دي.
شهید جنرال عبدالرازق په جنوبي حوزه کې هغه کس و، چې نېک نوم او ښه شهرت يې درلود. هغه يو پياوړى کس و چې په لويو قضيو او سياسي تعاملاتو کې يې هم مهم رول درلود.
باید وویل شي چې جنرال رازق په سویل او سویل لویدیځ زون کې د ډیری عملیاتو قوماندان پاتې کېده. د جګړو لومړۍ کرښو ته به له سرتېرو سره یوځای تلو. په دې توګه به د امنیتي او دفاعي ځواکونو مُرال ورسره خورا پیاوړی کېده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.