The news is by your side.

اسلام ابادکې د دولت پر ضد لاریون

خبریال ویبپاڼه/ له پاکستانه راپورونه وايي چې دولتي کارکوونکو او یو شمېر روغتیا پالانو چې شمېر يې زرګونو ته رسیږي د دولت او د دوی د پالیسیو پر ضد لاریون کړی او پرلت يې پیل کړی

ولې دوی پرلت او لاریون کړی د روغتیاپالانو له برخې که څوک دنده پیل کوي نو له پنځم بسته پیل ده او کله چې خپله تقاعدي اخلي نو هغه وخت يې د تنخوا عاید اتلس زره روپیو ته رسیږي

د لاریونوالو منځ کې روغتیا پالان وايي چې دوی د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره خپلو کارونو ته ادامه ورکوي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې ماشومانوته روغتیايي خدمات رسوي چې ځینې وخت يې ملګري وژل سوي هم دي، خو حکومت یې مقابل کې هیڅ ونه کړل

هغوی وايي ترڅو چې زموږ غوښتنې ونه منل سي نو له ځایه نه خوځیږي او خپل پرلت ته دوام ورکوي

نوموړي وايي، حکومتي چارواکي پر روغتیاپالو دا نیوکه کوي چې زدکړې یې کمې دي، خو د دې په خبره، د روغتیاپالو لپاره د اتم ټولګي تعلیم پکار دی او که حکومت ته دا زدکړې کمې ښکاري، نو د اېم بي بي اېس فارغ کسان دې په دندو وګوماري چې ماشومانو ته پر پولیو څاڅکو سربېره نورې روغتیايي چارې هم وکړي.

د پاکستان دولت باندې نه یوازي چې  خپل کارکوونکي عارض کیږي او بر ضد يې لاریون کوي بلکي هلته میشت پښتانه او بلوڅ قومونه هم  د دوی د ناسمو پالیسو په نه منلو سره ورڅخه رضایت نلري پاکستان هڅه کوي  چې دولت قوي او خپل عوام یوازي د مجبوریت په ساحه کې وساتي ترڅو وکړایسي خپلو ناسمو او شمومو اهدافو ته ورسیږي چې ښه بېلګه يې په دې هېواد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او ملاتړي دي د پاکستان دولت تل هڅه کړې تر څو پښتانه له هرڅه څخه محروم وساتي او پر حقو غوښتنو يې سترګې پټې کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.