خبريال ويبپاڼه /د کرښې هغې غاړي په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د دوو بمي چاودنو په ترڅ کې لږ تر لږه د يوه لوړپوړي پوځي افسر پر ګډون ۷ پاکستاني پوځيان هلاک شوي دي.
چې تر دې دمه د يادو چادنو مسوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
د پاکستان امنیتي ادارو هم دغه پیښه تایید کړې او ویلي یې دي چې دواړه چاودنې د جنوبي وزیرستان د شکتوې تحصیل په سیمه کې شوې دي، خو د مرګ ژوبلي په اړه يې څه نه دي ويلي.
دا په یوه ورځ کې د پاکستان پر پوځ دوهم برید دی. د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي وو چې له “افغانستان څخه” ترهګرو په باجوړ کې پر یوه نظامي پوسته ډزې کړې وې چې د پوځ یو تن افسر تنویر خان ډزو په ترڅ کې هلاک او بل یې ټپي کړی دی.
د کرښي هغې غاړي جنوبي وزيرستان کې د يوه بريد په ترڅ کې ۴ پاکستاني پوځيان هلاک شوي او ګڼ نور سخت ټپيان دي.
ياد بريد د کرښې هغې غاړي جنوبي وزيرستان د شوال تحصل په ماڼه مندره کې د پاکستاني پوځ په پوسته يا چيک پوسټ تر سره شوی دی.
که څه د پاکستان پوځ د هلاک شوو شمير ۴ ښيې خو ولې يوې امنتي سرچنې خبريال ويبپاڼې ته ويلي چې د هلاک شوو شيمر تر دې څو څنده زيات دی.
د رسمي شمير له مخي چې رسنيو ته را رسيدلي دي پکي ويل شوي شکیل اکمل ، نیک محمد سعید ، لانس نائیک محمد ، غلام مرتضی هلاک شوي دي.
هيره دي نه چې يوه ورځ مخکي د جمعې په ورځ هم د پاکستاني پوځ پر يوې پوستې راکيټي بريدونه تر سره شول چې په ترڅ کې يې تر ۱۰ زيات پاکستاني پوځيان ووژل شول.