The news is by your side.

اذربایجان د ارمنستان دننه بریدونه کړي

خبریال ویبپاڼه/ د نګورو قرباغ سیمه کې لاهم د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکیچ روان دی او داسې مالومیږي چې دا جنجال نور وخت هم واخلي اوس تازه د اذربایجان هېواد منلې چې د ارمنستان دننه يې پر ځینو هدفونو توغندیز بریدونه کړي، هغوی مالوماتو کې ویلي چې له دې هدفونو پر ملکي کسانو ډزې کیدې

د دې هېواد دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د ارمنستان په کلجر سیمه کې يې پوځي تاسیسات په نښه او په بالستیتک توغندیو يې ویشتلي

نګورو قرباغ دواړه هېوادونه خپله برخه ګڼي او د سپټمبر په ۲۷ همدې سیمه کې  د دواړو هېوادونو ترمنځ سختې نښتې وسوې

د ارمنستان د دفاع وزارت ویاند شوشان استپانیان وویل چې دوی د اذربایجان خاوره نه‌ده لاندې کړې

په ورته وخت کې تیره ورځ د اذربایجان د ملي دفاع وزارت  د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ارمنستان اردو د ازادو سوو سیمو د بېرته نیولو لپاره په نیمه شپه ، په اغدره، اغدم ، فضولي او په هادروت کې د وړو ډلو له لارې بریدونه پیل کړي دي.

په دې اعلامیه کې راغلي وو، “د اذربایجان اردو د ارمنستان دغو بریدونو ته ځواب ووایه او د ګریډ توغندیو درې سیسټمونه ، د الوتکو ضد توغندي سیسټم ، دوه د زغره وال جنګي وسایط او لسګونه نور مهمات ویجاړ او لمنځه وړل شوي دي.

په خپره سوې خبر پاڼه کې ټینګارسوی، چې د ارمنستان اردو سخته کمزورې سوې او ډیری ارمنستاني عسکر تښتیدلي دي.

د اذربایجان د دفاع وزارت همداراز زیاته کړې، چې د اذربایجان پوځ بشري اوربند ته ژمن دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دا جګړییزه شخړه کې د نړۍ نورو هېوادونو هم  خپل دریځونه ښودلي چې افغانستان پکښي له اذربایجانه ملاتړ کړی تراوسه لا څرګنده نه ده چې د دواړو هېوادونو دا کړکیچ به څه وخت حل کیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.