بادغیس کې د پستې نوې فابریکه جوړه شوې

خبریال ویبپاڼه/ د بادغیس پسته په کورنیو بازارونو کې ښه نوم لري. سږکال یو کیلو خندان پسته تر ۸۰۰ زرو افغانیو پلور او پېرل کیږي. دغه راز د پستې یوه کیلو مغز چې تر ډېر په کور دننه نه مصرفیږي او صادریږي یو زر او ۲۰۰ افغانۍ ده.

پسته د هېواد یو صادراتي مېوه ده، چې تر ډېره د بېلابېلو ولایتونو او تر ټولو زیات د بادغیس ولایت په طبیعي ځنګلونو کې تولیدیږي. تر دې وړاندې د پستې د پروسس د معیاري فابریکې د نشتون له وجې د بادغیس پسته نړیوالو بازارنو ته لار نه وه پیدا کړې.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، بادغېس ولايت کې د پستې د پروسس لومړۍ فابريکې په کار پيل وکړ.

د دغه وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه فابریکه د پروسس یوه کرښه او د پستې پنځه ماتوونکې دستګاوې لري. د دې کرښې د ماتولو او پروسس وړتیا په یوه ساعت کې له ۳۰۰ تر ۵۰۰ کیلو پسته او په یوه شپه او ورځ کې اووه زره او ۲۰۰ تر ۱۲ زره کیلو پسته ده.

دغه راز د پروسس دغه کرښه د پستې د پنځو نورو ماتوونکو دستګاوو د نښلولو وړتیا هم لري، چې د اړتیا په وخت کولای شي، چې خپل د پروسس وړتیا دوه چنده زیات کړي.

د خبرپاڼې په حواله، دغه فابریکه په ټولیزه توګه د ۱۵۷ زره او ۵۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د کرنې وزارت په مرسته د خصوصي سکټور لپاره جوړه شوې ده. د دې لګښت له ډلې د پروسس کرښه او توکي، د ۷۱ زره ډالرو په ارزښت د دولت له خوا د کرنې وزارت د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت سکټوري پراختیا پروژې په مرسته چمتو او پېرل شوي دي.

دغه راز د دې فابریکې د جوړولو عملیاتي چارې، چې په کې د هنګر جوړول او نور د اړتیا وړ تاسیساتو جوړول شامل دي، د ۸۶ زره او ۵۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د پانګه اچوونکي شرکت «عل ارزش زمین» له خوا ورکړل شوې ده.

په هغه غونډه کې، چې ددې فابریکې د پرانیستې په موخه جوړه شوې وه، د بادغیس ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالتواب تایب وویل: په دې فابریکه کې د پستې ماتول او د پروسس چارې، معیاري او ماشیني دي، چې د بازار په معیارونو برابر ترسره کیږي. د پستې د ماتولو ترڅنګ، د پستې محصول په معیاري ډول صورت، درجه بندي، پاک کاري او د پراختیا په صورت کې بسته بندي او زېرمه کیږي. د افلاتوکسین سلنه یې کمیږي او د بادغیس پسته به د نړیوال بازار باور تر لاسه کړي.

د ښاغلي تایب په خبره د بادغیس د پستې اوسني او دودیز ماتول ۱۰ سلنه ضایعات لري، خو له دې فابریکې څخه په ګټې اخیستنې سره د ضایعاتو کچه یوې سلنې ته ټیټیږي.

د بادغیس د کرنې رییس وایي، چې د ارزونې او محاسبو له مخې که چېرې د بادغیس ولایت د ۱۳۹۹یم کال د پستې ټول حاصلات د دې فابریکې له لاې پروسس شي، د ۳۶۴ مټریک ټنه پستې د ضایع کېدو مخه نیول کیږي، چې د قلعه نو په سیمه‌ییز بازار کې اوسنۍ بیې ته په کتو ۳۶۴ میلیونه افغانۍ، چې څلور میلیونه او ۶۶۶ زره امریکایي ډالر کیږي د ضایعاتو د مخنیوي په خاطر ډېره ګټه لاسته راځي.

په بادغیس کې سږ کال نږدې ۳۶ زره او ۴۵۸ مټریک ټنه تازه پسته تولید شوې، چې له دې شمېر څخه ۱۸ زره او ۲۹۹ مټریک ټنه وچه پسته په لاس راځي. د بادغیس ولایت د کرنې ریاست د شمېرو له مخې سږکال د بادغیس د پستې له کروندو څخه څه باندې دوه زره او ۵۱ مټریک ټنه خندان پسته او نږدې درې زره او ۶۴۰ مټریک ټنه د پستې خالص مغز بازار ته وړاندې شوي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More