د بښنې نړیوال سازمان: هلمند جګړه کې ملکیان ناورین کې دي

خبریال ویبپاڼه/ یک شنبې ورځې را په دې خوا د افغاستان سهیلي ولایت هلمند کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې جګړې سوې چې پرمهال يې زیات زیانمن سوي ملکي وګړي

پر همدې مهال د بښنې نړیوال سازمان د اسیا برخې ویلي چې د هلمند جګړه کې زرګونه کسان را ګیر سوي او د تیښتي لاره نلري چې په لوري ولاړ سي دوی ویلي چې ښايي تر دې هم لوی ناورین رامنځ ته سي

عمر ورایچ د بښنې نړیوال سازمان د اسیا څانګې مشر ویلي چې لښکرګاه کې د ملکي خلکو لپاره حالت خراب دی او ښايي نژدې ورځو کې نور هم خراب سي.

دا اداره خبر ورکوي چې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره باید د جګړې ښکېلي غاړي د ولسي وګړو خوندیتوب تضمین کړي او اجازه ورکړي چې له ښار او جنګي سیمو څخه خلک خوندي چاپېریال سیمو ته ووځي

تیره ورځ داسې راپورنه هم خپاره سول چې د جګړې بېځایه سوي له ستختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي  هلمند سختې جګړې تر ډیره بریده تاوان ملکیانو ته رسولی او په دې ولایت کې يې تر ۳۵۰۰۰ زره زیات کسان بې کوره کړي ویل کیږي چې دا کورنۍ له د خورا او څښاک توکو ترڅنګ د ځای نشتوالي او روغتیايي ستونزو سره هم مخ دي

اوچا په یوه تازه راپور کې ویلي چې دا جګړې سختې او تر ډېره بریده يې تاوان ملکیانو ته رسیږي او شاوخوا ۳۵زره کسان بې کوره سوي چې اوس بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

دلته بې کوره سوي کسان وايي کور په کور ګرځي خو د اوسیدولو لپاره سرای نسته چې پکښي واړوي د دوی په وینا د خوراک، او څښاک لپاره هیڅ هم نسته او موږ حیران یو چې چیري ولاړ سو

هلمند کې د افغان ځواکونو د کلک مقاومت سره سره لا هم د هلمند په یو شمېر سیمو کې جګړه روان ده چې خلک اړکیږي ترڅو خپل کور او کلی پریږدي د هملند والي جنرال یاسین ضیا په تازه څرګندونو کې د هلمند خلکو ته ډاډ ورکړی چې لښکرګاه ښار له هر ډول ګواښ څخه  خوندي دی اوخطر کم سوی

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More