زابل کې د یوه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کښېښودل شوه

خبریال ویبپاڼه/ زابل کې سیمه ییزچارواکي وايي چې  د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیا برخې  ته زیات پاملرنه کوي  او د خلکو اړتیاوي به په نظر کې نیسي

د زابل  ولایت مرکز کلات کې د یوه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کښېښودل سوه د زابل والي محمد نبي احمدزي وویل چې تمه لري په نژدې راتلوونکي کې زابلیانو ته د بیارغونې برخه کې ښه زیري ورکړي

هغه وویل

؛؛ دا روغتون د ساري ناروغیو لپاره دی چې راتلوونکي کې به ترې استفاده وسي چې مالي لګښت يې اسیايي بانګ ورکوي او لګښت يې ۹ لکه امریکايي ډالرو ته رسیږي او یوازي په یوه کال کې به جوړه سي همدا شان دې روغتون ته ټول تجهیزات ورکول کیږي او د سیمې نژدې زرګونو خلکو ته به روغتیايي خدمات وړاندي کړي؛؛

ښاغلي احمدزي وویل چې د دې روغتون څنګ کې یو بل مجهز روغتون کې چارې يې ۹۹٪ سلنه تکمیل سوې ډیر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل سي چې د زابلیانو ډیري اړتیا وي به پوره کړي

زابل کې قومي مشر غني خان توخي وویل چې زابل یو هېر سوی او د روغتیايي خدمتو د نشت سره مخ ولایت وو، هغه وویل چې تمه ده دولت په ولسوالیو کې هم ورته روغتیايي مرکزونه جوړکړي ترڅو د خلکو لومړۍ روغتیايي اړتیاوي ترې پوره سي هغه وویل چې د دولت له لوري د داسې پروژو ترسره کول د خلکو سره مرسته ده او دوی يې ملاتړ کوي.

زابل د افغانستان په سهېل کې پروت هغه وروسته پاتي ولایت دی چې د بیا رغونې ترڅنګ يې دولت هیڅ برخې ته پاملرنه نه ده کړي او خلک يې غوښتنه لري چې د پوهنې روغتیا او نورو ټولګټو برخو کې ورته باید دولت پاملرنه وکړي ترڅو د دې ولایت اوسیدونکي د ژوند له لومړیو اسانتیاوو څخه برخمن سي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More