زابل کې د یوه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کښېښودل شوه
خبریال ویبپاڼه/ زابل کې سیمه ییزچارواکي وايي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیا برخې ته زیات پاملرنه کوي او د خلکو اړتیاوي به په نظر کې نیسي
د زابل ولایت مرکز کلات کې د یوه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کښېښودل سوه د زابل والي محمد نبي احمدزي وویل چې تمه لري په نژدې راتلوونکي کې زابلیانو ته د بیارغونې برخه کې ښه زیري ورکړي
هغه وویل
؛؛ دا روغتون د ساري ناروغیو لپاره دی چې راتلوونکي کې به ترې استفاده وسي چې مالي لګښت يې اسیايي بانګ ورکوي او لګښت يې ۹ لکه امریکايي ډالرو ته رسیږي او یوازي په یوه کال کې به جوړه سي همدا شان دې روغتون ته ټول تجهیزات ورکول کیږي او د سیمې نژدې زرګونو خلکو ته به روغتیايي خدمات وړاندي کړي؛؛
ښاغلي احمدزي وویل چې د دې روغتون څنګ کې یو بل مجهز روغتون کې چارې يې ۹۹٪ سلنه تکمیل سوې ډیر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل سي چې د زابلیانو ډیري اړتیا وي به پوره کړي
زابل کې قومي مشر غني خان توخي وویل چې زابل یو هېر سوی او د روغتیايي خدمتو د نشت سره مخ ولایت وو، هغه وویل چې تمه ده دولت په ولسوالیو کې هم ورته روغتیايي مرکزونه جوړکړي ترڅو د خلکو لومړۍ روغتیايي اړتیاوي ترې پوره سي هغه وویل چې د دولت له لوري د داسې پروژو ترسره کول د خلکو سره مرسته ده او دوی يې ملاتړ کوي.
زابل د افغانستان په سهېل کې پروت هغه وروسته پاتي ولایت دی چې د بیا رغونې ترڅنګ يې دولت هیڅ برخې ته پاملرنه نه ده کړي او خلک يې غوښتنه لري چې د پوهنې روغتیا او نورو ټولګټو برخو کې ورته باید دولت پاملرنه وکړي ترڅو د دې ولایت اوسیدونکي د ژوند له لومړیو اسانتیاوو څخه برخمن سي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.