The news is by your side.

ولسي جرګه: خپلواکې ادارې دي دوی ته معرفي شي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف د فرمانونو په وسیله په تیرو کلونو کې یو شمېر خپلواک ادارې رامنځ ته سوې چې شننونکي او وکیلان یې د نورو ادارو سره موازي بولي او همداشان د دې ادارو د بودجې په هکله هم ګڼې پوښتنې رامنځ ته سوې

د افغانستان ولسمشر له لوري د یو شمېر خپلواکو ادارو جوړول د نورو غبرګونو سره افغان ولسي جرګې غبرګون هم  پارولی ولسي جرګه وايي، حکومت دې ټولې هغه خپلواکه ادارې چې ولسمشر د ولسي جرګې په غیاب کې، د فرمانونو په صادرولو سره جوړې کړي ورمعرفي کړي چې یا يې تصویب او یا یې لغوه کړي.

دغه ادارې د د ولسي جرګې د یو شمېر غړو او د حقوق‌پوهانو ټولنې همداشان یو شمېر بنسټونه‌ له نورو دولتي ادارو سره موازي بللې

په ورته وخت کې افغان دولت د ولسي جرګې ځواب کې ویلي چې د افغان ولسمشر له لوري د خپلواکو ادارو رامنځ ته کول د قانون خلاف نه بلکي د ښې حکومتولي د پیاوړتیا لپاره سوی د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي افغان ولسمشر د چارو د ښه پرمختګ لپاره دا کړنې ترسره کړې هغه دا هم وویل چې د ولسي جرګې صلاحیتونه خوندي دي خوهیله يې څرکنده کړې چې د اجرائیه قوې اړتیاوي په نظر کې ونیول سي

کومې ادارې رامنځ ته سوې؟

د معلولینو او شهیدانو په چارو کې د دولت وزارت

د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت

د اوبو د تنظیم اداره

د ازموینو د تنظیم اداره

د ولسمشري د پلټنې ادار

او د ملي مصالحې شورا جوړیدو په هکله غبرګونونه ښودل سوي چې تر دې وړاندې یاهم وزارت اویاهم بلې مستقلې ادارې دا چارې مخ ته وړلې حقوق پوهان او ولسي جرګه وايي چې دا ادارې د نورو دولتي وزارتونو او ادارو سره موازي کار کوي چې اړتیا يې نسته

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.