د کویټې ۸ روغتونونو کې د طالبانو بې شمېره ټپیان

خبریال ویبپاڼه/ د تیري یک شنبې ورځې را په دې خوا د طالبانو له لوري د هلمند پر مرکز او یو شمېر ولسوالیو سختې بریدونه وسول چې پر مهال يې طالبانو ته سخت تلفات اوښتي

د یو طالبانو یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې بې شمېره ټپیان د کویټې ښار په زیات شمېر روغتونو کې بستري او تر تداوۍ لاندې دي دا سرچینې وايي چې د هلمند له جګړې څخه بې شماره ژوبل کسان دې  روغتونو ته راوړل سوي مالوماتو کې راغلي چې تل افغان جګړه کې ټپي طالبان دې روغتونونو ته راوړل کیږي

دا مالومات پر داسې مهال خپریږي چې تیرو ورځو کې لسګونه جنازي هم د هلمند له جګړې د پلې دې خوا راوړل سوې وې د هلمند ولایت په جګړه کې ٣٠٠ وسله وال طالبان وژل سوي دي او د څه باندې ٨٠ پنجابي جنګیالو جنازې د هلمند دیشو ولسوالۍ له لارې پاکستان ته اړول سوي وې

د تیري  ورځې په اوږدو کې د هلمند ولایت د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ٢٣ وسله وال طالبان وژل سوي، یو شمېر طالبان چې د جګړې په ډګر کې ټپیان سوي وو د دیشو ولسوالۍ له لارې پاکستان ته اړول سوي او یو شمېر د موسی کلا ولسوالۍ روغتون ته انتقال سوي، د جګړې په ډګر کې لا هم د لسګونه طالبانو جسدونه پاتې دي او د طالبانو نه د سیمو د پاکوالي په موخه د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات دوام لري.

په ورته مهال د افغانستلن ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد  هلمند ولایت ته په سفر کې د هلمند له امنیتي ځواکونو، امنیتي او ولایتي چارواکو سره یې هم لیدلي دي.

خالد امنیتي ځواکونو ته په وینا کې ویلي وو، چې د افغانستان زړور ځواکونه د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوي او په هلمند کې یې هم دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More