The news is by your side.

عربي امارات د اسرايلو په فضا الوتنې پيل کړي

خبریال ویبپاڼه/ د اسراییلو د ترانسپورت وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د متحده عربي اماراتو (اتحاد) هوایي شرکت پورې اړوند یوې الوتکې د لومړي ځل لپاره د اسرایلو له هوایي حریم څخه استفاده کړې.

د اسراییلو د ټرانسپورټ وزیر میري رګو هم په خپل ټویټر د یو پیغام په خپرلو سره ویلي، “د اسراییلو په اسمانونو کې یوه تاریخي پیښه: د لومړي ځل لپاره د اسراییلو د ټرانسپورټ وزارت سره په همغږۍ له میلان څخه ابوظبي ته د اتحاد هوایي شرکت الوتنه تر سره شوې.

همداراز رګو دغه پیښه د اسراییلو رژیم او متحده عربي اماراتو تر مینځ د اړیکو د عادي کېدو پایله بولي.

له بلې خوا ، د متحده عربي اماراتو څخه یوه بار وړونکې کښتۍ پرون د اسرائیلو نیول شوي حیفای بندر ته ورسیده.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې سپتمبر په 15 ، د بحرین او متحده عربي اماراتو استازو په سپینه ماڼې کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اسرایل رژیم سره د اړیکو عادي کولو تړون لاسلیک کړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.