The news is by your side.

اردوغان او پوتین د اذربایجان او ارمنیا په اړه ټلیفوني خبري کړي

خبریال ویبپاڼه/ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د آذربایجان – ارمنیا ، سوریې او لیبیا په مسلو خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ اړیکو مرکز په یوه بیان کې وویل: چې دواړو لورو د انقرې او مسکو اړیکو پراخولو، د اذربایجان او ارمنیا، سوریې او لیبیا بحران په مسلو غور کړی.

په بیان راغلي، اردوغان وویل: چې ارمنیا د اذربایجان په خاوره یرغل کولو سره یو نوی کړکیچ رامینځته کړی او هڅه کوي چې نګورنو قره باغ د تل لپاره خپل کړي: “ترکیه هم د خپل دریځ په شرایطو کې د مینسک په ډله کې دی. “ مونږ د دوه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې، د اذربایجان او ارمنیا تر منځ د مسلې د دایمي حل غوښتنه کوي.”

اردوغان همدا ډول ټینګار وکړ چې د سوریې د کړکیچ په هواري کې کوم پرمختګ چې مخته راغلی باید وساتل شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یو ځل مخکې هم د ټیلیفون په کرښه د سوریې په اړه خبرې کړې وي.

د سوریې په ادلب سیمه کې  د اسد رژیم لخوا پر ترکي ځواکونو د هوايي برید نه وروسته چې په نتیجه کې ۳۳ تنه سرتیري شهیدان شول د ترکیې او روسیې ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټيلیفوني خبرې وکړې.

دواړو مشرانو د ادلب اړوند  د تړونونو د عملي کولو او وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې.

له بل پلوه د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې د ولسمشر اردوغان او پوتین ترمنځه په ټیلیفوني خبرو کې په ادلب کې د حالاتو د نورمالولو په خاطر په اضافي تدابیرو نیولو تفاهم وکړ.

همداشان د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون بیا وویل چې  دواړو مشرانو په نږدې ورځو کې د مخامخ لیدنې پریکړه وکړه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.