The news is by your side.

خلیلزاد: د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ دې پیل شي

خبریال ډاټ کام/د افغان سمولې لپاره د اریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل یوه تازه ټویټ کې کاږي چې افغان حکومت دې د طالب بندیانو لړۍ پیل کړي.

نوموړی وروسته له هغه دا خبره کوي چې افغان چارواکي د کورونا ویروس د له منځه وړلو او د هېوادوالو اندېښنو ته د لاسرسي په هڅه کې دي. بل پلو د افغان حکومت او پخواني اجرایه رییس تر منځ د ټاکنو پر سر جوړه شوې خلا هم ډکه شوې نه ده. ښاغلي خلیلزاد په خپلو تازه ټویټونو کې ویلي دي چې د دې وخت را رسېدلی چې افغان سیاستوال خپلې سیاسي ناندرۍ پای ته ورسوي او په یو توافق باندې سره همغږي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو په وروستیو پایلو کې ښاغلي محمد اشرف غني ګټونکی اعلان کړ خو پخوانی اجرایه رییس او د ولسمشر سیال نوماند ډاکتر عبدالله مدعي شو چې د ټاکنو پایلې ورته د منلو نه دي او دی خپله د افغانانو د پاکو رایو ګټونکی ولسمشر دی. نوموړي له ښاغلي اشرف غني سره هم مهاله په سپېدار ماڼۍ کې د لوړې مراسم ترسره کړل او ځان یې د افغانستان ولسمشر اعلان کړ.

د لوړې له مراسمو وړاندې هم ښاغلي خلیلزاد د ولسمشر غني او پخواني اجرایه رییس تر منځ د جوړجاړي هڅې وکړې خو و نه توانېد چې دوی دواړه د لوړې نه وړاندې یو سیاسي توافق ته سره ورسوي. نوموړی په خپل تازه ټویټ کې زیاتوي چې د د ټاکنو پر سر را منځته شوی کړکیچ د افغانانو امنیت زیانمنوي او د دې تر څنګ کورونا ویورس د عامو افغانانو ژوند ګواښي نو په کار ده چې د خپلو خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړي ځکه په خبره یې دا د ژوند او مرګ خبره ده.

پتېیل شوې وه چې محمد اشرف غني به د لوړې له مراسمو وروسته د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ او دغه راز د بین الافغاني مذاکراتي ټیم لپاره له سیاسي، مدني او حکومتي کسانو څخه یو نوملړ چمتو کوي خو لا هم دغه چارې ترسره شوې نه دي.

که څه هم د امریکا او طالب وسلوالو تر منځ د سولې په هوکړه لیک کې د ۵۰۰۰ طالب اورپکو خوشي کول آساسي شرط ؤ خو لا هم حکومت نه دی توانېدلی چې د دغو بندیانو د خوشي کولو بهیر پیل کړي. په ښکاره افغان حکومت په دې هکله کوم ځانګړی غبرګون نه دی ښودلی خو یو شمېر سیاسي شنونکي حکومت د کورونا ویروس د خپرېدو پر وړاندې مبارزې ته پر چمتووالي باندې مصروف ښیي.

ښاغلي زلمي خلیلزاد په افغان حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره دې د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ پیل کړي تر څو وکولی شي د سولې را روان مذاکرات جاري وساتل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.