The news is by your side.

هرات او بلخ کې د کورونا د تشخیصي مرکزونو پرانیستل

خبریال ډاټ کام/د عامې روغتیا وزارت هوډ کړی چې په هرات او بلخ ولایتونو کې د کورونا ویروس د تشخیص او ارزونې روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.

د عامې روغتیا وزارت وروسته له هغه دا اقدام کوي چې افغانستان ته ثبت شوې د کویډا۱۹ پېښې له ایران څخه په را ستنېدونکو افغانانو کې لیدل شوې او دا چاره اوس د ټولو هېوادوالو لپاره په یوه ستره اندېښنه اوښتې ده. د دغه وزارت ویاند ښاغلي وحیدالله مایار رسنیو ته وویل چې په هرات او بلخ ولایتونو کې د تشخیصي مرکزونو ټولې چارې بشپړې شوې دي او یوازې د روغتیا نړیوال سازمان تائیدۍ هم په تمه دي تر څو دوی په خپلو فعالیتونو پیل وکړي.

نوموړي وویل چې دواړه ولایتونو ته یې د سیمه ییزه روغتیایي مرکزونو ته ټول روغتیایي پرسونل استولي دي. ده زیاته کړه چې په کابل کې د کورونا د تشخیصي مرکز ظرفیت به هم دوه برابره لوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله په ټول افغانستان کې د کورونا ویروس د تشخیصولو یوازېنی مرکز په کابل کې ؤ او په ولایتونو کې د ولس اندېښنې همدې تشې را برسېرنې کړې وې چې ولې په ولایتي کچه د کورونا د تشخیص مرکزونه نشته دي. وروسته له دې به په هرات، بلخ او ور څېرمه ولایتونو کې د (کویډا ۱۹) شکمنې پېښې له کابل سربېره په یادو شویو دوو ولایتونو کې هم معاینه او تشخیص کېږي.

د عامې روغتیا وزرات په خپلو خبرو کې وویل چې هېڅ خصوصي روغتون ته به د کورونا ویروس د تشخیصولو اجازه ورنکړي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هېوادوالو په ټولنیزو رسنیو کې د کورونا د تشخیصولو په برخه کې اندېښنه لرله چې ګواکې شخصي روغتونه په عامو او بېوزله افغانانو باندې خپل تجارت کوي او سره له دې چې د ناروغۍ د تشخیصولو لپاره کافي امکانات نه لري خو بیا هم د پیسو د ترلاسه کولو لپاره اضافي معاینات کوي.

د معلوماتو له مخې په یو شمېر خصوصي روغتونونو کې له ناروغانو نه دری زره افغانۍ غوښتل کېدې چې د کورونا د تشخیص چارې یې مخته یوسي. د طبي چارو د پوهانو په وینا یاد شوی ویروس د دومره ژورې اندېښنې وړ نه دی او دا یوازې په افرادو پورې اړه لري چې خپلې حفظ الصحې ته څومره پاملرنه کوي.

کورونا باندې تر دې مهاله په نړیواله کچه تر دوه لکه زیات کسان اخته شوي دي چې له ډلې یې کابو ۸ کسان وژل شوي او له ۸۰ زره څخه کسان ورڅخه بېرته رغېدلي دي. افغانستان کې په تېرو څه کم څلوېښتو ساعتونو کې د کورونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو په ګاونډیو هېوادونو کې یې تلفات زیات شوي دي.

ایران او پاکستان کې د کورونا ویروس خپرېدل په خورا چټکۍ روان دي. ویل کېږي په پاکستان کې له څه کم دری اخته کسانو څخه یې تازه دوه کسان وژل شوي هم دي. په ټول افغانستان کې د کورونا ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې خو تر دې مهاله کومه مړینه نه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.