The news is by your side.

“ډیورنډ سرحد نه فرضي کرښه ده”

خبریال ډاټ کام/پرون چهارشنبه پخواني اجرایه رییس چې اوس ځان د ولسمشرۍ دعوه ګیر هم بولي، په خپل یوه ټویټ کې د پاکستان له لومړي وزیر څخه مننه کړې وه چې د چمن او بولدک سرحد یې د افغان تاجرانو پر مخ پرانسیت.

دې ټویټ د عامو افغانانو غوسه را وپاروله چې ولې یې فرضي او تپل شوې کرښې ته د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحد خطاب وکړ. د ټولنیزو رسنیو ډېری کاروونکو د ډاکتر عبدالله دغه کار غندلی او نوموړی یې د پاکستان په جاسوسۍ تورن کړی دی. د ټویټر یو کاروونکي ورته لیکلي دي:

(شرم وکړه دا سرحد نه دی، دا یوه تپل شوې او توره کرښه ده، دا له ملت سره ستر خیانت دی، که موږ سره یو موټی نه یو او تر منځ مو جنګ روان دی خو سره ورک نه یو)

ډاکتر عبدالله الله په خپل ټویټ کې لیکلي وو چې:

((مننه ښاغلی عمران خان چې زموږ د تجارانو پر مخ مو په خورا حساسو شرایطو کې د چمن او بولدک سرحد د خلاصېدو غوښتنه مو ومنله، افغانان مو له دغې کړنې څخه هرکلی کوي))

د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي چې په طنزیه خپرونو باندې هم ډېر مشهور دی، د عبدالله عبدالله ټویټ بدرګه کړی او ورسره لیکلي یې دي:

(آیا ډاکتر عبدالله فرضي کرښه په رسمیت پېژندلې ده؟)

د حمدالله ارباب په نوم یو انځورګر بیا د لوی افغانستان کاږل شوې نقشه خپره کړې او د ولسمشر غني انځور یې په کې رسم کړی چې د لوی افغانستان د یو موټي کولو ښکارندویي کوي او نوموړی یې تفسیر داسې کوي چې یوې خوا ته ټلواله او بلې خوا ته پنجاب دی، غواړي افغان ولس سره جلا کړي خو ښاغلي غني یې سره یو ځای کوي، انځور سره یې په خپل ټویټر لیکلي چې:

((د ځینو کسانو خولې د لویو خبرو لپاره جوړې نه وي))

مطلب یې پخوانی اجرایه رییس عبدالله دی چې لویې خبرې کوي خو په معنا یې نه پوهېږي.

په ورته وخت کې په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر ښاغلی عاطف مشعل هم د پاکستان له حکومت څخه مننه کوي چې د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د آسانتیا په موخه یې د چمن او بولدک لارې د پرانیستلو وړاندیز ومانه. نوموړی زیاتوي چې دا چاره ورسته له ډېرو هلو ځلو چې له پاکستاني چارواکو سره وشوې، ومنل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا ویروس له وېرې ډېری هېوادونو د ویروس د نه خپرېدو په پار خپلې پولې تړلې دي. په لومړي ځل کله چې له ایران نه افغانستان ته د کویډا ۱۹ ویروس راغی، افغان حکومت هم له ایران سره خپلې پولې په موقت ډول وتړلې چې بیا وروسته یې د افغان کډوالو د را ستنېدو په خاطر بېرته په مشروط ټول پرانیستلې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.