The news is by your side.

زرګونه ټنه خوراکي توکې را ورسېدل

خبریال ډاټ کام/وروسته له هغه چې په هېواد کې د کورونا ویروس له امله د قحطۍ وېره زیاته شوه، افغان حکومت په خپلو وارداتۍ توکو باندې تمرکز ډېر کړ.

په تېرو دوو ورځو کې د اورګاډي له لارې زرګونه ټنه خوراکي او ارتزاقي توکي هېواد ته را وارد شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د کابل په ګډون په یو شمېر نورو لویو ښارونو کې د کویډا ۱۹ ویروس د خپرېدو له وېرې خوراکي بیې توکي په بې سارې توګه لوړې شوې. افغان حکومت د دغه خلا د ډکولو لپاره ژر لا په کار شو او ډېر ژر یې د بازارونو بیې کنټرول کړې.

څو ورځې وړاندې د کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو په عمده مغازو کې د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې چې د ښاروالۍ او کورنیو وزارت له سخت غبرګون سره مخ شول. د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د کابل او یو شمېر نورو ښارونو څخه کابو ۱۵۰ کسه احتکار کوونکي نیول شوي وو چې له ضمانت خط اخیستو وروسته بېرته خوشي شول.

د کورنیو چارو وزارت او ښاروالۍ دې اقدام په سوداګريزه کچه د تاجرانو تر منځ وېره خپره کړه او ډېر ژر یې خپل نرخونه عادي کړل. د کورنیو چارو وزارت او د سوداګریزو چارو بنسټونه هم تائیدوي چې اوس په ټولو بازارونو کې بیې بېرته خپل عادي حالت ته را ګرځېدلې او په بازار کې د احتکار کوونکو لپاره د (۵۰۰۰) اړیک شمېره د عامو افغانانو په اختیار کې ورکړل شوې ده چې د هټیوالو د احتکار په صورت کې یادې شوې شمېرې ته زنګ ووهي.

د اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې په تېرو څه د پاسه ۲۴ ساعتونو کې د هېواد له بېلا بېلو (حیرتان، تورغنډۍ او اقینې) بندرونو څخه کابو ۲۵۰ واګونه خوراکي توکي را وراد شوي دي او ګڼ شمېر نور را روان دي.

ویل کېږي په را وارد کېدونکو توکو کې غوړي، غنم او ځینې نور اړین خوراکي توګي شامل دي چې ډېر ژر به د هېواد بېلا بېلو سیمو او بازارونو ته ورسېږي. تر دې د مخه افغان ولسمشر محمد اشرف غني مات ته په یوه ځانګړي ویډیويي پیغام کې وویل چې هېواد یې د خوراکي او لومړنیو ارتزاقي توکو له هېڅ ډول کمښت سره مخ نه دی.

ښاغلي غني ټول ولس ته ډاډ ورکړی ؤ چې د کورونا ویروس او دغه راز په هېواد کې د سوداګریزې احتمالي بدمرغۍ له نیږدې څارنه کوي او پرې به نه ږدي چې هېواد یو بل ناورین ته کش کړي. ده زیاته کړه چې ولس باید د جلابانو د منفور تبلیغ دوکه و نه خوري او په خپل دولت باور ولري.

افغانستان په وچه کې را ګیر هېواد دی چې د خوراکي او ارتزاقي توکو ډېری اړتیاوې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو څخه پوره کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.