The news is by your side.

پښتونخوا کې د کورونا ۱۵ تازه پېښې ثبت شوې

خبریال ډاټ کام/د تازه راپورونو له مخې په کوزه پښتونخوا کې د کورونا ویروس ۱۵ تازه پېښې ثبت شوې دي.

تر دې وړاندې هم په پښتونخوا کې ۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې دوو کسان په کې د دغه ویروس له امله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی ؤ. دا په داسې حال کې ده چې هخوا د پاکستان په نورو صوبو کې هم د کورونا ویروس په چټکۍ سره د زیاتېدو په حال کې دی.

په کراچۍ او بلوچستان کې هم په ګډه ۱۰۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له چین او ایران وروسته په سیمه کې پاکستان د کویډا ۱۹ ویروس تر سخت برید لاندې راغلی چې تر دې مهاله په کې په مجموعي توګه تر ۳۴۰ زیات کسان پرې اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډیورنډ فرضې کرښې برې خوا ته تر دې مهاله کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو د لوګر په ګډون د هېواد په لویدیځو او شمال لویدیځو ولایتونو کې د کورونا ویروس ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. هرات په دې کتار کې مخکښ دی چې تر لسو ډېر کسان په کې پر کورونا ویروس اخته دي.

افغانستان ته د کویډا ۱۹ ویروس له ایران څخه راغی چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال ورڅخه خپل هېواد ته را ستنېږي.

هخوا په پاکستان کې د کورونا د ۳۴۲ ناروغانو له ډلې پینځه یې بېرته رغېدلي او پاتې ۳۳۷ تر درملنې لاندې دي. پاکستان د کورونا ویروس د درملنې لپاره له چینایي ډاکترانو څخه د ویډیويي کانفرانسونو له لارې هم مرسته غوښتې ده چې څنګه کولی شي د کورونا ناروغانو ته لومړنۍ مرستې ورسوي او له دغه وژونکي ویروس څخه یې وژغوري.

افغانستان د کورونا ویروس ځپلو هېوادونو ( پاکستان، چین او ایران) په منځ کې را ایسار دی او په تېرو کابو ۴۸ ساعتونو کې د کورونا ویروس د مثبتې پېښې راپور هم نه دی ورکړل شوی خو اندېښنه ده چې دغه وبا ناروغي په افغانستان کې خپره نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت وار له مخې د کورونا پر وړاندې د احتیاطي تدابیرو په لړ کې هرات ته ۴۰۰ ملیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړه تر څو وکولی شي له ایران څخه د را ستنېدونکو افغان کډوالو په معاینه او درملنه کې ورته جدي روغتیاي تدابیر ونیسي. په دې لړ کې تازه د روغتیا وزرات په خپل بیان کې وویل چې په هرات او بلخ ولایتونو کې د کورونا د تشخیص نوي مرکزونه فعالوي څو وکولی شي په آسانۍ سره د کورونا مشکوکې پېښې تشخیص او درملنې ته یې لاسرسی وکړي.

کوزې پښتونخوا ته د پاکستان له نورو صوبو څخه کورونا ویروس خپور شوی دی چې تر دې دمه یې دوې قربانۍ هم ورکړې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.