صالح: طالبان د خلکو له زورولو پرته بل څه نکوي

خبریال ویبپاڼه/ د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې طالبان هلمند کې د خلکو له بې کوره کولو پرته بله لاسته راوړنه نلري او خلک زوروي، ښاغلي صالح ویلي چې طالبان له تیرو نهه میاشتو راپه دې خوا د جګړې تیاری نیوی هغه دا څرګندونې د جنرال عبدالرازق د دویم تلین په لمانځ غونډه کې وکړې چې د لويي جرګې د غونډو تالار کې جوړه سوې وه  صالح وویل چې دا سوال دی کچیري طالب د هلمند بچی دی بیا ولې خلک ترې کرکه لري او ځیني تښتي

د دې غونډې پرمهال یو شمېر نورو ګډونوالو هم خبرې کړې او جنرال عبدالرازق يې د دې خاورې صادقه بچی بللی امرالله صالح تر دې وړاندې هم پر طالبانو توندي نیوکې کړې او هغوی يې یوازي د خلکو په زورولو تورن کړي

له هلمنده ولایته مالومات ښيي چې لاهم مرکز لښکرګاه ته ورغلې لارې بندي دي او خلک په ویره کې دي

د هلمند ولایتي مسؤلین وايي چې له لښکرګاه څخه غځېدلې ټولې لارې ویجاړې او پلونه يې خراب سوي دي دوی وايي چې دا هم ښايي چې اوس هم پر دې لویو لارو ماینونه ښخ وی

د تیري یک شنبې را په دې خوا د هلمند ولایت د مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې نښتې ترسره سوې چې ډیر خلک يې بې کوره کړل او لاهم لښکرګاه ته غځېدلې لاري تړلې پاتي دي

د طالبانو له لوري د دې جګړې په هکله یو شمېر غبرګونونه هم موجود وو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جګړې دریدلو غوښتنه وکړه او زیاته يې کړه چې په اوسنیو حالاتو کې جګړه د افغان سولې لپاره لوی ګواښ دی هغه دا څرګندونې پر خپله ټویټر پاڼه ترسره کړې

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum