د ډيورنډ پر کرښه شهيد جنرال عبدلرازق دويم تلين

خبريال ويبپاڼه / د ستر پاسوال جنرال عبدالرازق دويم د هيواد په ډير سيمو کې په شاندارو مراسيمو ولمانځل شو.

شهيد جنرال عبدالرازق چې دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د کندار ښار په مرکز کې د يوه مرګوني بريد په ترڅ کې شهيد شو.

اروښاد عبدالرازق چې په ټول هيواد کې د ډيورنډ پر کرښه د شهيد لقب هم ګټلی ټول افغان يې د هيواد يو رښتونی اتل او د افغانانو او افغانستان د دفاع يو ستر جنګيالی بولي.

شهيد جنرال عبدلرزاق چې د هيواد د هر دوښمن په تيره بيا د پاکستان په وړاندي دريدلی او هر وخت يې دې هيواد ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.

د ستر پاسوال جنرال عبدلرزاق دويم تلين د هيواد په ډيرو سيمو کې ولمانځل شوو.

بايد وويل شي چې دا ځل د شهيد عبدلرازق دويم تلين دا ځل په زابل کې هم ولمانځل شو.

په دې مراسمو کې سیمه ییزو خلکو، چارواکو قومي مشرانو دیني عالمانو او افغان سرتیرو برخه کې اخیستې وه، غونډې ته د زابل والي محمد نبي احمدزي وویل چې جنرال عبدالرازق د اوسنیو حالاتو دنجات یوه الګو وبلله او زیاته يې کړه چې  نوي  ځوانان باید وطن دوستي او قرباني د جنرال عبدالرازق څخه زده کړي.

هغه وویل جنرال عبدالرازق د وطن د خپلواکۍ لپاره څو کلونه مبارزه وکړه او  د هغه نوم به افغانستان کې نسل پر نسل ژوندی وي احمدزي له افغان امنیتي ځواکونو وغوښتل د خلکو د امنیت د تامین لپاره دي  هلې ځلې وکړي او په دې  برخه کې دي خپلې قربانۍ افتخار وبولي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More