The news is by your side.

تر ټولو لومړی زه د سولي لپاره قرباني ته تيار يم / د شهيد له خاطرو

خبريال ويبپاڼه/ په يوه غونډه کې چې د شهيد جنرال عبدلرزاق په ګډون ګڼ شمير لوړي پوړي چارواکي ناست وو زه هم ددې غونډي په يوه څنډه کې ناست وم ، په ياده غونډه کې یادونه وشوه چې که سوله راشي ، نو ځینې خلک به قرباني ورکړي ، يو کس وويل چې یو له هغو به جنرال عبدلرازق دی.

جنرال عبدلرازق په ډيره ميړانه او لوړ اواز وويل چې که زما په قرباني سوله راځي ، زه او ټوله کورنۍ مې دې ته چمتو ده چې د سولې د راتلو لپاره دغه قرباني په ډيره خوشاله قبوله کړي.

دا دی جنرال عبدلرزاق شهيد شو ، ددې وطن ، خلکو او سولې لپاره يې ځان قرباني کړ ، لا هم په ډير بې رحمانه ډول په زرګونو د وطن او خاوري اصلي قهرمانان شهيدان شول ، خو هم د افغانانو سوله په نصيب نشه، اوس هم د جګړې له لاسه هره ورځ په سل ګونو افغانان شهيدان، ژوبل ، ټپيان کيږي.

بايد وويل شي چې شهيد جنرال عبدالرازق دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د کندهار ښار په مرکز کې د يوه مرګوني بريد په ترڅ کې شهيد شو.

اروښاد عبدالرازق چې په ټول هيواد کې د ډيورنډ پر کرښه د شهيد لقب هم ګټلی ټول افغان يې د هيواد يو رښتونی اتل او د افغانانو او افغانستان د دفاع يو ستر جنګيالی بولي.

شهيد جنرال عبدلرزاق چې د هيواد د هر دوښمن په تيره بيا د پاکستان په وړاندي دريدلی او هر وخت يې دې هيواد ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.

د ستر پاسوال جنرال عبدلرزاق دويم تلين د هيواد په ډيرو سيمو کې ولمانځل شوو.

بايد وويل شي چې دا ځل د شهيد عبدلرازق دويم تلين په کابل زابل ، کندهار او هيواد په ډيرو ولايتونو کې هم ولمانځل شو.
دپلازمينې کابل د لويي جرګې خیمه کې د افغانستان د خپلواکۍ د ملي اتل جنرال عبدالرازق دویم تلین په شانداره مراسمو سره ولمانځل چې پکښي د افغانستان دولت لوړ پوړو چارواکو برخه اخیستې وه.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب جنرال عبدالرازق د هېواد د خپلواکۍ ملي اتل یاد کړ او زیاته يې کړه جنرال رازق د افغانستان دښمنانو ته دا ثابته کړې وه چې دا هېواد چا خیرات را کړی نه دی

هغه وویل چې جنرال عبدالرازق د خپل ژوند په اوږدو کې په پوره میړانه له خپلې خاوري او خلکو ساتنه وکړه، په دې مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو مسؤلینو د جنرال عبدالرازق پر ژوند کړنو او مبارزې خبرې وکړې او ويې ویل  چې د جنرال عبدالرازق لاره به ادامه ولري او د هېواد هر بچی جنرال عبدالرازق کیدلای سي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.