The news is by your side.

هلمند: د ناوې ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال ووژل شو

خبريال ويبپاڼه/ په ناوې ولسوالۍ کې د امنیتی او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال له دوه نورو ملګرو سره يو ځای ووژل شو . په هلمند کې سیمه ییز چارواکي وايي چې دوی په ناوې ولسوالۍ کې د طالبانو په پټن ځايونو بريدونه کړي دي او ګڼ شمير طالبان وژل شوي او ټپيان دي.

بايد وويل شي چې له څو ورځو راهسي په هلمند ولايت او ولسواليو کې سخته جګړه روانه ده ..د تيرې چهارشنبې په ورځ طالبانو.د هلمند په لشکر ګاه ښار بريد وکړ چې له يوې ورځې او شپې مقاومت وروسته طالبان له سختې مرګ ژوبلي وروسته په شا شول.

په هلمند کې د پاکستاني پوځيانو په ګډون تر ۳۰۰ زيات طالبان وژل شوي وو.
په ۳۰۰ طالبانو کې تر سلو زيات پاکستاني پوځيان او پاکستاني تند لارو شتون درلود.

بايد وويل شي چې د هلمند له جکړي نه يږازي دا چې پاکستان ته تر ۱۶۵ زيات جسدونه وړل شوي بلکي تر ۲۰۰ زيات طالبان او پاکستاني مليشې چې سخت ټپيان شوي وو پاکستان ته انتقال شوي دي.

اوس هم د کوټي په ډيرو روغتونو ، جيلاني روغتون، همدردر روغتون، امحدا روغتون او اکرم هسپتال کې تر درماني لاندي دي.

هيره دي نه وي چې اوس هم افغان اکنتي ځواکونو د تعرض په حال کې دي. لا هم د ملي پوځ سرتيري په دي هڅه کې دي چې د هلمند لښکر ګاه ته څيرمه ځيي ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو پاکې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.