The news is by your side.

خيبر کې د ناټو ګڼ شمير پوځي ټانګونه سوځول شوي

خبريال ويبپاڼه /نن د جمعې په ورځ ، نامعلومو وسله والو په د ډيورنډ کرښې هغې غاړي د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمه خيبر دره کې یې په هغه ټيلر موټرو برپد کړی چې د بريد په ترڅ کې د ناټو ګن شمير ټاکونه او ټيلر موټران سوځيدلي دي.

بايد ووي شي چې ياد بريد د کرښې هغې غاړي د باړې په جلندر نوي کلي کې شوی دی.

له سیمې څخه امنیتي سرچینو رسنيو ته ویلي چې له برید څخه وروسته د امنیتي ځواکونو لوی شمیر سیمې ته رسیدلی او د سیمې کنټرول یې ترلاسه کړی دی.

تر اوسه نه دخیبر ولسوالۍ ادارې او نه هم امنیتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه ویلي دي او نه هم کومې وسله والې ډلې د ناټو پر موټرو د برید مسؤلیت منلی دی.

بايد وويل شي چې د لشکر اسلام د منګل باغ په مشرۍ یوخ وسله واله ډله ۲۰۱۴ کال راهسي په خیبر قبایلي سیمه کې ډيره فعال ده، خو په دې وروستيو رسنۍ راپورونه ورکړل چې منګل باغ اوس خپل عسکر له سیمې څخه شمالي وزيرستان ځينو سيمو ته اړولي دي. چيرته چې د القاعدې مهم مرکزونه شتون لري.

هيره دي نه وي چې لشکر اسلام ، جيش محمد او لشکر طيبه تررستي ډلي د پاکستان پوځ او ددې هيواد استخبارتي ادارې ای ايس ای له خوا روزل او پالل کيږي. چې اکثره وخت د هغوی په خوښه بريدونه کوي.

داسي ويل کيږي چې دا بريد هم  دجيش محمد ډلي کړی دی.

خو.تر دې دمه په رسمي ډول کومې ډلې ددې بريد مسوليت نه دی منلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.