The news is by your side.

زابلیانو هم د شهید جنرال رازق د شهادت دویم تلین ونمانځه

خبریال وېب پاڼه/ زابل ولایت کې هم ولایتي چارواکو، امنیتي چارواکو او ولسونو په ګډه د خاورې له میین شهید جنرال رازق د شهادت یاد تازه کړ او د شهادت دویم تلین یې ونمانځلو.

ولایتي او امنیتي چارواکو، قومي مشرانو، ځوانانو او ولسونو د شهید جنرال زارق نه شتون د هېواد او په ځانګړې توګه د جنوب ختیځ زون د ولایتونو لپاره یوه لویه تشه وګڼله او له امنیتي چارواکو او امنیتي ځواکونو یې وغوښتل چې د شهید لار وڅاري او د شهید جنرال رازق پر پلونو ولاړ شي.

په ورته مهال په پلازمېنه کابل او کندهار ولایت کې هم د اتل شهید جنرال رازق د شهادت دویم تلین ونمانځل شو او په کندهار کې ځوانانو د شهید جنرال د شهادت د دویم تلین په ویاړ وینه ورکړه.

همدا شان نن کابل د لويي جرګې تالار کې هم د شهید جنرال عبدالرازق دویم تلین په شانداره مراسمو سره ولمانځل شو چې په کې د افغان حکومت لوړ پوړو چارواکو برخه اخیستې وه.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب شهید جنرال عبدالرازق د هېواد د خپلواکۍ ملي اتل یاد کړ او زیاته يې کړه جنرال رازق د افغانستان دښمنانو ته دا ثابته کړې وه چې دا هېواد چا خیرات نه دی راکړی.

هغه وویل چې جنرال عبدالرازق د خپل ژوند په اوږدو کې په پوره میړانه له خپلې خاوري او خلکو ساتنه وکړه.

په دې مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو مسؤلینو د جنرال عبدالرازق پر ژوند کړنو او مبارزې خبرې وکړې او ويې ویل  چې د جنرال عبدالرازق لاره به ادامه ولري او د هېواد هر بچی جنرال عبدالرازق کیدلای شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.