میوند قول اردو قومندان: طالبان د آی اس آی په غوښتنه هلمند کې تأسیسات تخریبوي
خبریال وېب پاڼه/ هلمند کې د ٢١٥ میوند قول اردو قومندان او د جنوب لویدیځ زون عمومي قومندان ډګر جنرال ولي محمد احمدزی وایي، طالبانو د پاکستان د استخباراتو یا آی اس آی په غوښتنه په هلمند ولایت کې، سړکونه، پلچکونه، لارې د برېښنا سبسټېشنونه او نور عامه تأسیسات تخریب کړي.
جنرال احمدزي په یوه ویډیي پیغام کې ویلي د هلمند د جګړې په تړاو د دوښمن پروپاګند او تبلیغات ردوو، افغان ځواکونه ولاړ دي او په خورا لوړ مرال او روحیې سره د هلمند له لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوي.
د میوند قول اردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزی د هلمند ولس ته ډاډ ورکوي، چې امنیتي چارواکي او د ټولو امنیتي بنسټونو مسؤولین د جګړو په سیمو کې دي او له امنیتي ځواکونو سره په ګډه له هلمند ساتنه کوي، نوموړی وایي، ولسونه، مشران، ځوانان او مدني فعالان باید د جګړې په سختو حالاتو کې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او بې مورده الفاظ دې نه استعمالوي.
ښاغلی احمدزی زیاتوي چې د دې خاورې بچیان دي، دفاع ترې کوي او اوس مهال کې یې دښمن ته درانه تلفات ور اړولي، چې څه باندې ٨٥ جنازې په کوټې پاکستان ته اوښتي.
قومندان احمدزی وایي دښمن به د لښکرګاه د فتحې خوبونه ګور ته یوسي، لکه څنګه یې چې پخوا وړي وو، دا خیال دې له ذهن وباسي، چژ ګواکې لښمکرګاه به فتحه کړي او خپل بادار ته به زېری یوسي او خوشاله به یې کړي او په بدل کې به یې امتیاز واخلي، خو دا امتیاز به هېڅکله وانه شﺉ خیستلی، ځکه موږ او امنیتي ځواکونه ژوندي یوو، څو چې د تمنیتي ځواکونو یو سرتېری هم ژوندی وي، له هلمند به دفاع کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.