The news is by your side.

۸ ورځې تیریږي خو هلمند کې لا جګړه ده

خبریال ویبپاڼه/ افغانستان هلمند ولایت کې د تیري یک شنبې را په دې خوا د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتې تر نن ورځې وغځېدې اوس هلته افغان ځواکونه د لاس تللو ځایونو د بیرته نیولو په هڅه کې دي

ولایتي مسؤلین وايي چې څلورمه حوزه او نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات راونې دي او موخه لري چې له لاسه وتلې سیمې بیرته ترلاسه کړي

د هلمند ولایتي ویاند عمرځواک رسنیو ته ولي چې د یو لړ عملیاتو نتیجه کې د ۶۰۱ لویي لارې په اوږدو کې د وسلوالو خوځښتونو مخنیوی سوی

هغه زیاته کړه چې پوځیان د لا پرمختګ لپاره له لویو او وړو لارو ماینونه هم پاکوي څو د تګ راتګ جوګه سي

د ده له انده هڅه روانه ده چې د لارو پر سره ویجاړ سوي پلونه بیرته ورغول سي او له دې لارو څخه ښځ سوي ماینونه و ایستل سي ترڅو بیرته پرې عام خلک عادي تګ راتګ وکړای سي

د هلمند دا اته ورځنۍ جګړه په داسې حال کې  روانه ده چې د قطر پلازمینه دوحه کې د بین لافغاني خبرو د پیل درشل دی او طالبانو امریکا سره د سولې هوکړه کې ویلي چې پر لویو ښارونو به بریدونه نکوي

افغان ولسمشر هم د هلمند جګړې ته وحشت ویلي او زیاته کړې يې ده طالبانو  بریدونه و کړل او افغان ځواکونو يې په میړانه دفاع وکړه ښاغلي غني هلمند کې ټولو ادارو ته امر کړی چې  د جګړې بې ځایه سویو سره دي بیړنۍ مرستې وکړي

افغان ولسمشر ویلي  طالبانو  وحشت او ناروا جنګ ترسره کړ چې زه يې به کلکه غندم او په جګړه کې د زیانمنو کورنیو ته د زړه تسلیت وړاندې کوم

هغه دا خبرې د فوټبال غوره لیک د پای لوبې په مناسبت د مبارکۍ په ویډیويي پیغام وکړې د ده له انده فوټبال خوشحاله کړو خو د هلمند جګړې خفه کړو

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.