fbpx

افغان حکومت له تسليم شويو داعشیانو سره د یرغملو په څیر چلند کوي

د امریکا متحده ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانی مشر جنرال جوزق ووټل وایي افغان حکومت د جوزجان په درزاب ولسوالی کې له تسليم شويو داعش وسلوالو سره د میلمانانو په څیر نه بلکې د جنګي یرغملو په څیر چلند کوي.

نوموړی په یوه خبرې ناسته کې خبریالانو ته وویل، چې افغان حکومت د تسلیم شویو داعش وسلوالو په تړاو د پلټنو ډاډ ور کړى دی.

جنرال ووټل زیاته کړه، چې دغه وسله وال حکومتي زندانونو ته انتقال شوي  او تر تحقیقات لاندې دي او ورسره به د هر هغه جنگي جنايت حساب وشي.

دا په داسې حال کې ده چې له تسلیم شویو داعش وسله والو سره د نرم چلند په تړاو پر افغان حکومت او امنیتي بنسټونو نیوکې شوي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم تر دې مخکې ویلي و چې حکومت به هیڅکله د تسلیم شویو داعشیانو په جنایتونو سترګې پټې نه کړي.

شاوخوا دوه اوونی په شمال جوزجان ولایت کې د داعش ډلې سلګونه جنګیالي افغان پوځیانو ته تسلیم شول.

د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي په شمال کې د داعشیانو اصلي مرکز د طالبانو له خوا سقوط شوی او د دې ډلې ۲۵۰ جګړه ماران امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.