The news is by your side.

ټرمپ: ډېر شرم به وي؛ چې بایډن را نه ټاکنې وګټي

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا متحده ایلاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د خپل سر سخت سیال جو بایډن بریا د ځان لپاره د شرم وړ بولي.

ډونالډ ټرمپ وایي، ډېر شرم به وي، چې د جو بایډن په څېر شخص راته ماتې را کړي، ښایي له ډېر شرم او مجبوریت نه امریکا هم را نه پاتې شي او بل ځای لاړ شم.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یادې څرګندونې په جورجیا کې خپلو پلویانو ته په ټاکنیزه غونډه کې وکړې او د وینا تر پایه د جو بایډن په احتمالي بریا وغږېد او ریشخند یې کړ.

ټرمپ وایي، ډېر د شرم ځای دی چې د جو بایډن په څېر شخص ورسره د امریکا ولسمشرۍ څوکۍ ګټلو لپاره سیالي کوي، او که جوبایډن را نه ټاکنې وګټي امریکا کې به د پاتې ګېدلو مخ او ځای ونه لرم.

د امریکا بر حاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند جو بایډن یو د بل سر سخت سیالان دي او وخت نا وخت پر یو بل تندې نیوکې کوي او یو بل مسخره کوي.

ټرمپ او جو بایډن تېره میاشت په یوې رسنۍ کې ټاکنیزه مناظره هم وکړه، چې جوبایؤن د کرونا ویروس د مدیریت او نورو برخو کې د ټرمپ اداره پر کمزورۍ تورنه کړه خو ټرمپ ویلي وو که د جوبایډن اداره وی، نو پوره نیمه امریکا به له کرونا وبا مړه شوې وه.

اوس مهال د دواړو ټاکنیزو تر منځ سیالي سخته ده او لا د دواړو د بریا امکان په بشپړه یا نا بشپړه توګه معلوم نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.