The news is by your side.

د اسراییل رژیم د ښارجوړونې دوام ته غبرګونونه

خبریال ویبپاڼه/ د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په لویدیځه غاړه کې د اسراییل رژیم د ښار جوړولو نوي پلانونه د نړیوال قانون په وړاندې د رژیم د نه پاملرنې ښکاره مثال دی.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د فلسطین د ځمکو د نیولو، تصفیه کولو او د ښارولو د جوړولو تګلاره، چې اسراییل رژیم یې د نړیوالو قوانینو او پریکړو په پام کې نیولو پرته تعقیبوي، ناکامي ده.

ورته مهال انګلستان، فرانسه، جرمني، ایټالیا او هسپانیه په نیول شوې فلسطینۍ خاوره کې د اسراییل رژیم دوامداره ښاروړونه په کلکه غندي.

یادو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې په لویدیځه غاړه کې د یهودانو لپاره د شاوخوا ۵۰۰۰ نويو هستوګنځيو د جوړولو پرېکړې تصویب د اندېښنې وړ دی.

اعلامیه کې ویل شوي چې په نیول شوي فلسطینۍ خاوره کې د میشت ځایونو پراختیا له نړیوال قانون څخه سرغړونه ده او د دوه هیوادونو تر منځ د پلې شوې حل لارې ته جدي ګواښ دی.

د روان میلادي کال سپټامبر  په  ۲۴ مه فلسطين دخپلواکې ادارې مشر سره د ترکیې د ولسمشر ټلیفوني هم کړې وي.

په دغه ټیلیفوني خبرو کې د فلسطین د ادارې مشر اردوغان ته د فتح او حماس د غورځنګونو او د فلسطیني ډلو ترمینځ د روانو خبرو اترو او د بیروت د غونډې د وتلو په هکله معلومات ورکړل.

په بیروت کې د فلسطین د مشرانو په وروستۍ ناسته کې ، ټولو د پخلاینې لاسته راوړلو او د ټاکنو ترسره کیدو په مقصد د دریځ د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ.

عباس په اردوغان غږ وکړ چې د نړیوالو کتونکو د شتون برخې په توګه د فلسطیني ټاکنو د څار لپاره ترکي څارونکي واستوي.

د فلسطين دخپلواکې ادارې مشر همدا راز اردوغان ته په وروستي سیاسي پرمختګونو او په یو شمیر هیوادونو د متحده ایالاتو فشارونو او د دې فشارونو سره د مبارزې او د عرب سولې ته ژمنتیا په اړه معلومات ورکړل.

په پای کې هغه په فلسطین کې د ترکیې د ملاتړ او د صربیا او کوسوو له ولسمشرانو سره د اردوغان د تماسونو له امله مننه وکړه چې په بیت المقدس کې د سفارت یا دفتر د پرانیستلو مخه ونیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.