The news is by your side.

د فوټبال غوره لیګ کپ غني ته ډالۍ شو

خبریال وېب پاڼه/ ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه له غرمې وړاندې د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو اتلې لوبډلې شاهین اسمایي لوبډلې او همدا رنګه د ښځینه فوټبال لیګ څلورم پړاو لوبډلې سره ولیدل.

یاده لیدنه نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه چې په کې د نارینه او ښځینه اتلو لوبډلو لوبغاړو، د بدنې روزنې او فوټبال فدارسیون چارواکو هم ګډون درلود.

د بدنې او روزنې او فوټبال فدارسیون چارواکو د هېواد فوټبال غوره لیګ نهم پړاو اتلولۍ کپ ولسمشر ته ډالۍ کړ.

ولسمشر اشرف غني ځوانو لوبغاړو ته په وینا کې وویل، چې تاسې د افغانستان ځوان نسل لپاره الګو یاست، ویاړو درباندې چې هېواد والو ته مو خوښي ورکړه او سالمې سیالۍ مو وکړې. او له مادي او معنوي اړخه یې ترې خپل ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان غوره لیګ نهم پړاو سیالۍ چې له څوو اوونیو را هیسې په کابل کې د فوټبال په ملي لوبغالي کې پیل شوې وې، پرون ماښام د شان داره مراسمو پر مهال د شاهین اسمایي په بریا خلاص شو او سیمرغ البرز دویم مقام وګاټه او همدا رنګه د ښځینه فوټبال غوره لیګ څلورم پړاو سیالۍ د هرات نجونو وګټله او د کابل ښځینه فوټبال لوبډله پر دویم مقام پاتې شوه.

د یادو سیالیو لیدنو ته د هېواد له ګوډ ګوډ د فوټبال مینه وال راغلي وو او په شور او ولولو یې د خوښې لوبډلې وهڅولې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.