The news is by your side.

ساپی:د طالبانو د نظامي او ملکي مشرانو ترمنځ سخت اختلاف شتون لري

خبريال ويبپاڼه/ د سولي بنسټ مشر خليل الله ساپي په خپلو ورستيو څرګندونو کې ويلي چې طالب مشرانو ورسره په خپلو کړو ژمنو وفا ونه کړه.
د خليل الله ساپي په وينا چې د طالبانو د ملکي او نظامي چارواکو تر منڅ لوی کړکيچ شتون لري. هغه وايې چې د طالبانو په ډله کې نظامي کسان د ملکي مشرانو خبري نه مني.
د هغه په خبره ملکي مشران غواړي چې خبري وکړي واک ته د خبرو له لاري ورسيږي خو دی وايې چې نظامي مشران بيا غواړي د جګړي او زور له لاري واک ته ورسيږي.
د سولي د بنسټ د مشر په وينا چې دا به د طالبانو تر منځ لوی کړکيچ رامنځته کړي او په هغوی به د امريکا او نورې نړي کړی نسبي باور هم له منځه يوسې.

د سولې بنسټ مشر خليل ساپی زياتوي چې د سولې او بین الافغانی پخلاینې د وړاندیز کونکي په توګه ، به ما هر وخت په تلویزیونونو او میډیا مرکو کې د طالب مشرانو په غوښتنه ويل چې که ولسمشر غني ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي ، د بین الافغاني پخلاینې پروسه به ژر پيل ، او داسې نور کارونه. لکه اوربند به ډیر ژر پلی او افغانان به د سولي او ټيکاو خاوندان شي.

د ساپي په وينا ما دا پخپله نه دي ویلي ، مګر په قطر کې د طالبانو مشرانو ، چې ډیری یې عالمان ، قرآني عالمان او د حدیثو عالمان وو هغوی به راته ويل موږ هم د دیني عالمانو په توګه ، دوی ته ارزښت ورکړ او په دوی مو خبرو باور لرو.

خو اوس دا دی ۵۰۰۰ بنديان خوشي شول د سولي او اروبند هيڅ څرک نه لګيږي حال دا چې جګړې لا څوچنده رور نيولی هر وخت په سلګونو افغانان د جګړې له لاسه شهيدان او ژوبل کيږي.

خليل ساپي وړاندي وايې چې بدبختانه ، د وروستي مرګونو جګړو په پیل سره ، دا موږ ته څرګنده شوه چې یا خو په قطر کې ناست طالب مشران د نظامي چارواکو له خوا د راتلونکو پلانونو څخه نه خبريږي او په تیاره کې ساتل کیږي ، یا طالبان په ټولیزه توګه د سولې اراده نه لري ، د قطر خبرې د وخت هسي صايع کيدل دي ، د جکړې اږديدو ته یوه پلمه ده طالبان غواړي په زور رژیم سره حکومت نسکور کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance