The news is by your side.

پنجاب رياست ته د بلوڅ مجاهدنو ګواښ

خبريال ويبپاڼه /په بلوچستان ايالت کې مشتې د بلوڅ مجاهدنو د پنجاب رياست ته ګواښ کړی چې بلوڅان به هيڅ کله د خپل وطن واک نورو ته ور نه کړي.

د بلوڅ مجاهدينو وسله والې ډلې په دې وروستیو کې د پاکستان په ډير سيمو کې د پاکستان په پوځيانو او ددې هيواد پر امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه ترسره کړل.
دغه ډلې په خپل يو ورستي بيان کې ګواښ کړی چې د چین هيواد باید د پاکستان سره د سیپیک پروژې پلان عملي نه کړي ځکه چې بلوڅ وسله وال مجاهدين د خپل وطن او خاورې واک او اختيار او د خپلو تجهیزاتو کنټرول بل چاته نه ورکوي.

د چین او پاکستان تر منځ د سیپک پروژه په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوې وه ، خو په ۲۰۱۷ کال کې له هغه وروسته چې پاکستان کې سياسي کړکيچ رامنځته د پاکستاني پوځ مداخلت د پاکستان لومړی وزير نواز شريف له واک څخه لري او پر ځای يې عمران خان راغلی. د یو شمیر پروژو په څير دسيپيک پروژې کارونه هم ودريدل.

خو له هغه وروسته يو ځل بيا د سيپيک پروژې کار پيل شو خږ له يو کال وروسته بيا ددې پروژې کار ټکنی او ورو شو.

د څيړنو په وينا ددې پروژې کار په پاکستان د اقتصادي بححران له امله ټکنی شو.

خو اوس د بلوڅ مجاهدينو کواښ کړی چې د پنجاب تر مشرۍ لاندي به په بلوڅ ميشته ګوادر سيمه کې دې پروژې ته د کار د پيل اجازه ورنه کړي. بلکي د چين هيواد بايد سيبيک پروژې قرار داد له دوی سره لاسليک کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.