The news is by your side.

څنګه کولای د اولادنونه غوره پالنه شو

خبريال ويبپاڼه/آيا غواړۍ ديوښه موراوپلا په توګه مو دخپلواولادونوحق په سمه توګه اداکړى وي. غربي هيوادو نه په دې نظر دي چې داولادونو حقونه دپيدايښت سره سم پيليږي، خوداسلام له نظره داولادونو حقونه دپيدايښت نه مخکې پيل کيږي

دپيدايښت نه مخکې داولادونو حقونه

کله چې ښځه اوخاوند نيکاح وکړي نوبايد دادرې حقونه په پام کې ونيسي

۱: دشيطان له شر څخه دماشوم ساتل : شيطان هميشه غواړي چې انسان ته ضررورسوي،اما په هغه وخت کې کله چې ښځه اوخاوند يوځا کيږي په دې وخت کې هم شيطان غواړي چې ځان ورکډ کړي نو دوۍ ته لازمه ده چې په دغه وخت کې چې ديو ماشوم دنيا ته دراوړلو اراده لري نوبايد دادعا ووايي(قال لوان احدکم اذاتى اهله قال باسم الله اللهم جنبنا الشيطان وجنب الشيطان مارزقتنا فقضى بينهما ولدلم( ددې دعا په لوستلوسره به دشيطان نه په حفاظت کې وئ

۲ : د مور په رحيم کې دماشومانو دژوند حفاظت

په ښځه اوخاوند باندې لازمه ده چې کوم ماشوم دمور په رحيم کې وي بايد ژوند ته يې پام وکړي داسې يو سه استعمال نه کړي چې دماشوله منځه وړلو سبب شي، لکه ځانګړي درمل خوړل چې دماشوم له منځه وړي چې دا په اسلام کې قتل ګڼل کيږي.

۳: دزيږونه مخکې دماشوم ژوند ته پام کول

مور دحملګۍ په وخت کې دماشوم صحت ته پام وکړي ښه خواړه خوړل هغه کړنې نه ترسره کول چې ماشوم ته زيان ورسوي

دزيږون څخه وروسته دماشومانو حقونه

۱: دژوندحق

لکه څنګه چې داسلام نه مخکې انجونې دشرم له وجې وژل کيدلې اويا ژوندۍ خښيدلې اويا په نوروبيلابيلوپلمو وژل کيدلې نومور اوپلار داحق نه لري چې خپل اولادونه په بيلابيلو پلموونه وژني.

۲ :مور اوپلار بايد دخپلواولادونو پاکولي اونظافت ته پام وکړي 3:موراوپلار خپل ماشوم ته په غوږکې اذان وکړي 4:مور اوپلار خپل ماشوم باندې مناسب نوم کيږدي ترسو په راتلونکې کې له همدغې نومه متاثره شي.

۵:دماشومانو په زيږون باندې داسلام په چوګاټ کې خشحالي کول.

۶:ماشومانوته داسلام دين ورښودل اوهغوۍ پرې پوه کول
۷:خپلوماشومانوته دښونې اوروزنې زمينه برابرول 8:واليدين بايد دخپلو ماشومانو انجونو اوهلکانوترمنځ يوډول محبت وکړي.
۹: مور مکلفه ده چې خپل ماشوم ته ددوه يا دوه نيم کاله پورې شدې ورکړي ترسو ماشوم يې صحت مند شي.

۱۰:مور اوپلار مکلف دي چې خپل ماشوم ته واده وکړي ترسو له نورو ګناهونونه په امان شي

دپورته لسو مواريدو په ترسره کولو سره به يو مو دخپل ماشوم حق اداکړى وي.

ليکوال :مير افضل کمال

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.