The news is by your side.

عبدالله ایران ته تللی

خبریال ویبپاڼه/ د سولې بین الافغاني خبرو په درشل کې د افغانستان د ملي روجوړي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ایران ته تللی او هلته به د دولت له مشرانو سره وګوري

عبدالله سره په دې سفر کې لوړ پوړی پلاوی هم ملتیا کوي عبدالله عبدالله پر خپله فېسبوک پاڼه ویلي چې ایران ته په یوه رسمي سفر سره تللی او هلته به مشرانو سره وګوري

د ایران د بهرنیو چارو  وزارت هم خبر ورکړی چې د افغانستان د ملي روغي جوړي شورا مشر دې هېواد ته په درې ورځني رسمي سفر تللی د ډاکټر عبدالله عبدالله د سفرونو موخه په سیمه کې د افغان سولې په اړه د اجماع پیاوړي کول ښودل سوي دي.

عبدالله عبدالله تر دې وړاندې د خپلو سیمه ییزو سفرونو په ترڅ هند او پاکستان ته هم تللی وو، عبدالله عبدالله په داسې حال کې ایران ته سفر کوي چې تمه ده ډېر ژر به د طالبانو او افغان دولت تر منځ بین لافغاني خبرې پیل سي خو افغانان هغې شېبې ته انتظار باسي تر اوسه پوري هیڅ درک نسته چې څه وخت به دا خبرې پیل کیږي او افغانان به له اوږد مهاله جګړې خلاصیږي

طالبانو په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې درنې جګړې پیل کړې او د خلکو هغه هیلې چې سولې ته یې درلودې تر یوه حده پیکه کړې طالبانو په هلمند ولایت کې له افغان ځواکوانو سره اته ورځې درنې جګړې وکړې چې اوس مهال  په هلمند ولایت کې د دوی پر ضد عملیات روان دي او دولت هغه سیمې  چې له لاسه يې وتلې وې بیرته نیسي.

له هلمنده داسې راپورونه ورکول سول چې په دې جګړه کې له طالبانو سره بهرني ترهګرو ډلو د القاعده په ګډون لاس یو کړی او له افغان ځواکونو سره يې جګړې وکړلې  د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې راغلي چې طالبان به افغانستان کې له بهرنیو ترهګرو سره اړیکي پرې کوي خو داسې نه دي سوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.