د طالبان یوه هاوان ارزګان کې دوه ښځې شهیداني کړې
خبریال ویبپاڼه/ راپورنه وايي چې د ارزګان دهراوود ولسوالۍ د طالبانو له لوري یو توغول سوی هاوان پر یوه کور لګېدلی او پکښې دوه میرمنې شهیدې سوې او دوې وړې نجونې ژوبلي دي
احمدشاه ساحل د ارزکان ولایتي ویاند ویلي چې تیر ماښام دغه هوان دهراوود ولسوالۍ کې د یوه قومی مشر پر کور لګېدلی
د نوموړي په وینا د دهراوود زردتالي سیمه کې د طالبانو له لوري دغه هاوان توغول سوی او د قومی مشر میر حمزه استاد پر کور لیګدلی دی چې یاده مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې
ساحل وایي، د ټپي نجونو حالت هم نازک دی او د درملنې لپاره د کندهار مرکزي روغتون ته لېږدول سوې دي
د ارزګان پر دهراوود ولسوالۍ باندې د تیرو څو ورځو راهیسې طالبانو دغه ډول بریدونه پیل کړي په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري بریدونه زیات سوي چې تر ډیره بریده یې زیان ملکي وګړو ته اوړي په یو نورو ولایتونو کې هم د سړک غاړې ماینونو چې د طالبانو له لوري ښودل سوي وو د ملکي کسانو موټرونه ختلي او پرمهال يې ښځي او ماشومان شهیدان سوي
له دې سره تر خوا په هلمند او بدخشان ولایتونو کې هم د طالبانو له لوري جګړې ډیر زیان ملکي افغانانو ته اړولی او هلته یې هم د ملکي خلکو له کورونو د مرچې په توګه ګټه اخیستې او د ښځو په ګډون ماشومان او نور کسان يې بې کوره کړي چې اوسمهال د جګړې دغه بې ځایه سوي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري
په وروستیو څو میاشتو کې د ملکیانو ډیري مرګ ژوبلې اندېښنې راپورته کړې د بښنې نړیوال سازمان د هلمند ولایت د جګړه ځپلو په هکله خپلې اندېښنې څرکندې کړې او د جګړې له ښکېلو غاړو يې غوښتي چې په جګړه کې دي د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.