The news is by your side.

ملي اردو په غزني کې لسګونه ملکي کسان وژغورل

خبریال وبیپاڼه/ یو ماین چې طالبانو د غزني ولایت «تپه مدرسه» په سړک د ملکي وګړو د وژلو لپاره ځای په ځای کړی وو د کابل د ۱۱۱ فرقې د چټک غبرګون لوا لخوا کشف او شنډ شوی او د لسګونو کسانو ژوند یې ژغورلی.

دا یوازې یو ماین نه وه، چې وسلوال طالبان یې د ملکي وګړو د وژلو او ټپې کولو لپاره خښوي.

تر دې وړاندې هم دوی ورته جنایتونه ترسره کړې او ترسره کوي یې.

کورنیو چارو وزارت په خبره کړې خبر پاڼه کې چې څو ورځې دمخه یې خپره کړې وه ویلي: د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د مرکز په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی“.

خبرپاڼه زیاتوي:دا ماین چې د لېږدوونکو وسایطو ضد ماین دی، ترهګرو په آهنګران کلي کې د دې سیمې د ملکي خلکو د نښه کولو په موخه ځای پر ځای کړی و.

ورته مهال خبریال ویبپاڼې ته ځایې پولیسو په رالیږلي پيغام کې ویلي:ترهګرو طالبانو د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره کلي کې د ترهګریزو پېښو په موخه دوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول“.

پیغام کې ویل شوي:د دې ماینونو په کشف او شنډ سره پولیسو له درنې ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی کړی دی “.

دا پداسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بغلان ولایت د ډنډ شهاب الدین ولسوالۍ په اکاخېل سیمه کې د ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د څلورو ماشومانو په ګډون اته ملکیان شهیدان شوي او د څلورو نور ماشومانو په ګډون شپږ نور ټپيان دي.

د کورنیو چارو وزارت په وار وار ټینګار کړی، چې په هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عامل ترهګر طالبان دي او په قصدي ډول د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ ملکي خلک په نښه کوي، چې دا یو لوی جنایت دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.