The news is by your side.

ارمنستان او اذربایجان موقت اوربند کړی

خبریال ویبپاڼه/ د دواړو هېوادونو ترمنځ توده جګړه سړه سوې او د بشري چارو لپاره یې اوربند اعلان کړی د دواړو هېوادنو د بهرنیو چارو وزارتونو پر یو وخت اعلان وکړ چې د تېرې شپې له ۱۲ بجو څخه‌یې د بشري چارو په خاطر موقت اوربند کړی دی.

دوی ویلي چې د مېسنک ډلې مشرانو د ګډو اعلامیو چې د اوربند لپاره سوې وې مخکنۍ موافقې ته په اشارې د بشري مرستو رسولو په موخه دا اوربند وکړ

تراوسه د دې اوربند د مودې  په هکله نه هم  اذربایجان او نه ارمنستان څه ویلي، خو په مخکېنۍ موافقه کې چې تطبیق نه‌سوه، د اوربند موده ۷۲ ساعته ټاکل  سوې وه.

تردې وړاندې دې جګړې خورا زور اخیستی وو څو ورځې وړاندې د اذربایجان ولسمشر الهام علي ‌اف په خپل ټویټر اکاونټ کې یو پیغام په خپرولو سره وویل: چې د خوجاوند په سیمه کې ۳ نور کلي د ارمنستان له نیواک څخه ازاد سوي دي.

هغه وویل: د اذربایجان میړانې اردو لښکرو د خوجاوند په ولایت کې د خیرمانجیق ، آغ بولاق او آخوللو کلي آزاد کړل. د آذربایجان اردو دې ژوندۍ وي. ناګورنو – قره ‌باغ په اذربایجان پورې اړه لري.

ویل کیږي چې د اذربایجان جمهوریت اردو د ناګورنو – قره باغ په سیمه او یو شمیر ګاونډیو ولایتونو کې د خپل نیول شوي سیمې د ازادولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

ارمنیا له ۱۹۸۸ کال څخه هڅه کوي چې د ناګورنو – قره‌ باغ سیمې خپلې کړي دوی په ۱۹۹۱کال کې نظامي شخړې ته وده ورکړه.

د خواجولي ډله ایزه وژنه ، چې د ۱۹۹۲ د فبرورۍ په ۲۶ مه کې وشوه، په اذربایجان کې د ارمنستان د اردو له خوا یو له تورو ورځو څخه وه. د دې بریدونو او تاوتریخوالي په تعقیب ، د اذربایجان جمهوریت د ناګورنو – قره باغ سیمه او ۷ ګاونډي ښارونه د ارمنستان د اردو لخوا څخه ونیول شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.