The news is by your side.

خپلې هیلې یې تورو خاورو ته یوړې

په ګنجه ښار د ارمنستان د توغنديز برید ګڼ ملکي خلک وژلي

خبریال ویبپاڼه/ د اذربایجان جمهوریت په ګنجه ښار د ارمنستان په توغنديز برید کې د ملکي قربانیانو ۸ جنازې خاورو ته وسپارلې.

د اتو کسانو جسدونه، د دوه ماشومانو په ګډون چې د ګنجه ښار د ارمنیا په برید کې یې خپل ژوند له لاسه وکړی وه، د ولسي خلکو په مرسته تیره شپه د اذربایجان جمهوریت تیره شپه خارو ته وسپارل.

د «عسګراوف»  کورنۍ پنځه غړي د تیرې شپې په برید کې د وژل شویو ۱۳ کسانو په ډله کې وو، چې نن د اذربایجان تر بیرغ لاندې په ګنجه ښار کې ښخ شول.

د کورنۍ پلار، «سول ‌الدین عسګراوف» د خپلې میرمنې، «سئویل عسګرائوا» د هغه زوی بختیار، او دوه لوڼې، نیګار او نارین، چې یوازې لس میاشتې عمر درلود تیره شپه هغه مهال مړه شوې چې د ارمنستان بالستیک توغندی ورباندې وویشتل شو.

د عسګروف کورنۍ نږدې همکار وقار شریفوف ځایې رسنیو ته وویل: چې “سبا د نیګار د ۱۶ مه کلیزه وه ” عسګروف د نیګار د زوکړې مراسم لپاره چمتووالی نیولی و، مګر نن دفن شوی، هغه خپلې هیلې خاورو ته یوړې.

هم مهاله له بریدونو سره د اذربایجان مرستیال ولسمشر حکمت حاجیاف په خپل ټویټر حساب کې لیکلي: “ارمنیا د البروس بالستیک توغندي په مرسته د ګنجه ښار استوګنېزې سیمې په نښه کړي.

هغه دا هم وویل، چې ارمنیا په جبهو کې له ماتې وروسته په قصدي ډول استوګنیزې سیمې په نښه کوي.

هغه همداراز ویلي، چې تیره شپه په ګنجه کې د ارمنیا لخوا په توغنديز برید کې تر شلو ډیر کورونه ویجاړ شوي دي.

د اذربایجان جمهوریت د څارنوالۍ دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د اذربایجان جمهوریت په دوهم لوی ښار ګنجه باندې د ارمنستان د توغندوي برید د قربانیانو شمیر ۱۹ ته لوړ شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.