The news is by your side.

غور کې چاودنې تر ۱۵ زیات ملکي کسان وژلي

د غور په مرکز فیروز کوه کې درنه چاودنه شوي.

خبریال ویپاڼه/ د غور په مرکز فیروز کوه کې درنه چاودنه شوي ده، د سیمې اوسېدونکي وایي، دغه چاودنه دغور ولایت د امنیه قوماندانۍ مخې ته رامنځ ته شوې چې تلفات هم لري.

چاودنه د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ته څېرمه او د شهیدانو او معلولینو په دروازه کې شوې.

خبریال ته سرچینه وایې: چې تردامهاله په دغه چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي، خو د مرګ ژوبلې شمیر د بدلون په حال کې دی.

د غور د والي ویاند عارف عابر تایید کړه چې یوه چاودنه د دغه ولایت په مرکز فیروز کوه کې د پولیسو د قوماندانۍ تر شا شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د چاودنې نوعیت سمدستي نه دی روښانه شوی، او زیاته یې کړه چې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عیني شاهدان وايي، د غور امنیه قوماندانۍ ته نږدې چاودنه د موټر بم له امله شوې ده چې ډیری ملکي وګړې پکې مړه او ټپيان شوي دي، چې د خپلو کارنو د خلاصون لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته ورغلي وه. 

همدا ډول د غور عامې روغتیا رییس خبریال ته وویل: چې تر اوسه ۷۶ ټپیان او ۱۷ مړه جسدونه مونږ ته راغلي

خبریال ته سرچینې ویلي: چې دا چاودنه طالبانو کړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.