The news is by your side.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري کمه سوې

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ سوداګریزې چارې بیخي کمې سوې دا کچه د پخوا په پرتله ۶۰٪سلنه کمه سوې

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې دا کمښت د کرونا ناروغۍ د رامنځ ته کیدلو له وجې رامنځ ته سوی د دې خونې مرستیال یونیس مند وايي چې د کرونا ویروس د خپرېدو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لویو لارو له بندېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ټکنۍ سوې دي

د ښاغلي یونس په خبره نور کلونه به شاوخوا ۲۰۰۰ بار موټر پاکستان ته تلل خو سږ کال دا شمېره نژدې ۹۰۰ ته کښه سوې ده، او دا ستونزه د افغان تلوونکو موټرونو د پلټنې په نوم زیات وخت باندې مصرفیږي چې ستونزې يې رامنځ ته کړې

د افغانستان د سوداګري وزارت ویلي چې په دې هکله له پاکستاني لوري سره خبرې روانې او تمه ده چې ډېر ژر به دا ستونزه حل کړي.

د پخوا په پرتله افغانستان اوس مهال پاکستان ته اړ نه دی چې دې هېواد به هرنګه بې ارزښته توکي پر افغانستان پلورل افغانانو به منل اوس افغانستان د نړۍ له زیاتره هېوادونو سره ښې سوداګريزي اړیکي او کولای سي چې له نورو لارو خپلې هرنګه اړتیاوي پوره کړي

کچیري  افغانستان له پاکستان سره سوداګریزه کمه او مواد ترې ونه پیري نو لیري نه ده چې د پاکسستان مخ پر ځوړ کیدو ورځې به ډیري نژدې سي ځکه اوس هم پاکستان د نړۍ په کچه د هغه هېوادونو په قطار کې راځي چې هر کال زیات قرضونه اخلي او خپلې ورځنی اقتصاد په همدې د پور په پیسو چلووي

تر دې وړاندې افغانستان اړتیا درلوده چې تر ډیره د اوړو کلنۍ اړتیا له پاکستان څخه پوره کړي خواوس د ترکمنستان او هند په ګډون ډیری داسې هېوادونه سته چې افغانستان ته د اړتیا وړ غنم او اوړه ورکوي چې د دې هېواد اړتیا پرې پوره سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.