The news is by your side.

امرالله صالح: بې اسناده موټر د سرتيرو په کورنيو ويشو

خبريال ويبپاڼه/ د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال ، امرالله صالح وویل چې ټول هغه موټرنو به د موټر چلوونکي قانوي اسناد ونه لري پولیسو یا د د هغه وژل شوي کسانو کړرنيو ته ورکړي چې د امنیت د غوندي کولو لياره يې ځانونه قرباني کړي
.
ښاغلي صالح د یکشنبې په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د نن سهار د امنیتي غونډې د پریکړې سره سم ، ټولو چلوونکو ته خبر ورکول کيږي چې که يې موټر قانوني اسناد ونه لري بايد خپل موټر قانوني کړي او یا به ترې ضبط شي.

امرالله صالح ته د پلازمېنې د امنیت دنده له هغه وروسته ورکړل شوه چې په کابل کې د جرمونو په اړه د خلکو اندیښنې او شکایتونه بيخي زیات شول.

ښاغلي امرالله صالح وویل چې هغه به په غلو ، غلو او د هغوی په ملاتړ کونکو رحم ونه کړي.

بايد وويل شي چې په دې ورستيو کې د پلازمينې کابل امنيت سخت خراب شوی دی هر ځای مرموزي وژنې او د شپې او ورځي له خوا غلاوي بيخې ډيري شوي دي.

هيره دې نه وي چې نه يوازي کابل دی چې امنيت يې سخت خراب شوی بلکي د سولي د خبرو له پيل راهسي په ټول افغانستان کې جګړې سخت زور نيولی د افغانستان په ۲۹ ولايتو کې هره ورځ جګړه او چاودنې کيږي.

چې د افغانانو ژوند يې سخت تريخ کړی دی.  په هلمند کې د ورستۍ جګړې له لاسه ۸۰۰۰ کورنۍ بې ځايه شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.