The news is by your side.

صالح: کابل کې واقعي او رواني امنیت بېرته راستنوو

خبریال ویبپاڼه/ وروسته له هغه چې د لنډې مودې لپاره د کابل خراب امنیت د ښه کولو لپاره امرالله صالح ته سپارل سوی نوموړي تازه څرګندونې کړې او ویلي يې دي چې کابل  ته به واقعي او روانې امنیت بیرته را ستنوو.

هغه د خپل وټساپ دوې شمېر اعلان کړې او ویلي يې دي چې ښاریان دي د مجرمانو عکسونه او مالومات ورته ولیږي صالح ویلي غله او مجرمین دوه انتخابه لري سړیتوب یاهم د زندان پنجرې

ښاغلي صالح د بې اسناده موټرونو په هکله هم نظریه وړاندې کړې اوویلي یې دي له تیرو څو کلونو د بې اسناده موټرونو په هکله شکایتونه کیږي او دا د مجرمینو په پیداکولو کې هم لویه ستونزه ده هغه د بې اسناده موټرونو له خاوندانو غوښتې چې د خپلو موټرونو مالیه دي تحویل او قانوني سند ورته جوړ سي که نه وي نو موټرونه يې نیول کیږي او ترې ضبتیږي هغه دا هم وویل کله چې دا موټرونه ضبتیږي نودوی به  دې موټرونوته اسناد جوړوي او بیا به یې د شهیدانو ورثوو ته ورکوي

دوه ورځې وړاندې افغان ولسمشر خپل لومړی مرستیال ته دنده وسپارله  ترڅو د کابل د امنیتي پیښو ارزونه وکړي او دا مسؤلیت د لږ وخت لپاره پر خپله ذمه واخلي

په ورته وخت کې د دې دندې سپارلو وروسته امرالله صالح هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو چې د کابل او خلکو د امنیت د تامین لپاره په خپل قاموس کې د جنایت کارانو لپاره د ترحم او مصلحت توری نلري

نوموړي له خلکو غوښتي چې بغیر له ویرې له هرې  لارې چې کیدلای سي باید خپلو امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي ترڅو بې له ځنډه مجرمین ونیول سي

ښاغلي صالح په پوځي برخه کې پوره کاپي تجربه لري هغه کلونه د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس او د لنډې مودې لپاره د افغانستان د کورنیو چارو وزیر پاتي سوی هغه خلکو ته ډاډ ورکړی چې د کابل امنیت به سمیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.