هلمند کې د تحريک انصاف باجوړې څانګې مشر هلاک شوی
خبريال ويبپاڼه /په پاکستانې مشت د پوځ ملاتړي ګوند چې مشري د پاکستان لومړی وزير عمران کوي ډيری غړی يې په افغانستان کې د افغانانو او ملې پوځ په ضد جنګيږي.
د کرښې هغې غاړي باجوړ ايجنسي څخه يوې سرچينې خبريال ويبپاڼې ته وويل چې د تحريک انصاف ګوند د باجوړ څانګې مشر د هلمند په جګړه کې هلاک او بيا له هغې وروسته د پاکستاني پوځيانو او طالبانو په مرستو له ګڼو نورو پاکستانيانو سره چې د هلمند په جګړه کې هلاک شوي وو را امتقال شو.
سرچينه زياتوي چې د تحريک انصاف باجوړ څانګي مشر د غلام رازق ځوی عبدالرحمن نوميده چې جنازه يې تيره ورځ يې باجوړ ته راوړل شوه ،.
د هغه په خبره چې په جنازه کې ډيرو کمو خلکو ګډون کړی و. ځکه د عبد الرحمن ډير بد اخلاقه او د پښنتو افغانانو ضد وو.
بايد وويل شي چې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف باجوړ څانګي مشر د پاکستاني پوځ په هڅونه څو ځله د پښتون ژرغورنې غورځنګ د غړو مخنوی کړی وو او هغوی ته يې ګڼې ستونزي جوړي کړي وې.
عبدالرحمن په اسلام اباد کې د پښتون ژغورني پخ لاريون له څو نورو لاسپوڅو سره يو ځای حمله وکړه خو بيرته په خپل پلان کې ناکامه شول.
بايد وويل شي چې په هلمند کې د پاکستاني پوځيانو په ګډون تر ۳۰۰ زيات طالبان وژل شوي وو.
په ۳۰۰ طالبانو کې تر سلو زيات پاکستاني پوځيان او پاکستاني تند لارو شتون درلود.
بايد وويل شي چې د هلمند له جکړي نه يږازي دا چې پاکستان ته تر ۱۶۵ زيات جسدونه وړل شوي بلکي تر ۲۰۰ زيات طالبان او پاکستاني مليشې چې سخت ټپيان شوي وو پاکستان ته انتقال شوي دي.
اوس هم د کوټي په ډيرو روغتونو ، جيلاني روغتون، همدردر روغتون، امحدا روغتون او اکرم هسپتال کې تر درماني لاندي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.