حکمتیار نږدې ورځو کې په رسمي سفر پاکستان ته ځي
خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وایي، د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار به په نږدې ورځو کې د پاکستان حکومت په رسمي بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي.
ښاغلي صادق خان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې حکمتیار به روانه اوونۍ د دوشنبې یا سې شنبې په ورځ پاکستان کې وي او د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان له ولسمشر، د سنا مجلس رییس او ملي شورا له رییس سره وګوري.
نوموړي وړاندې زیاته کړې چې حکمتیار به د پاکستان مطالعاتو مرکز کې وینا وکړي.
حکمتیار ته نزدې سرچینو هم پاکستان ته د نوموړي سفر تأیید کړی او وایي چې حکمتیار د پاکستان حکومت په رسمي بلنه ورځي او هلته به له پاکستانیو چارواکو سره وګوري او د افغان سولې پر پروسې به بحث وکړي.
له افغان حکومت سره د حکمتیار د سولې هوکړې وروسته دا دویم رسمي سفر دی چې پاکستان ته یې کوي، اوس مهال جهادي مشر او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان په حکومت کې هېڅ رسمي ونډه نه لري.
ګلبدین حکمتیار له هغه جهادي مشرانو دی چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال یې له پاکستان سره نزدې اړیکې درلودې، حکمتیار په ١٩٨٠ز کال کې د شوروي اتحاد پر ضد او ١٩٩٠ز کال کې د اسلامي حکومت پر ضد په کابل کې سختې جګړې وکړي او د خپلو جګړو په پایله کې یې د واک لپاره په زرګونه بې ګناه افغانان شهیدان کړل.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.