The news is by your side.

دا عمل د نړیوال قانون او نړیوالو پریکړو خلاف دی

خبریال ویبپاڼه/ د فلسطین د آزادۍ سازمان (ساف) نن په یوه راپور کې وویل: چې د اسراییلو رژیم د تیرې پنجشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې د روان کال تر پایه به د نیول شوي لویدیځې غاړې په بیلابیلو برخو کې د یهودانو لپاره ۱۲ زره ۱۵۹ نوي کورونه جوړ کړي.

په راپور کې راغلي: “دا د ۲۰۱۲ کال راهیسې د یهودانو د کورونو ترټولو لوی شمیر دی. د اسراییلو رژیم پدې وروستیو کې د متحده عربي اماراتو او بحرین تر منځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د یوه تړون له لاسلیک کیدو یوه میاشت وروسته په لویدیځه غاړه کې د میشت ځایونو جوړولو پریکړه وکړه. ” د اسراییل رژیم دا عمل د نړیوال قانون او اړوندو نړیوالو پریکړو خلاف دی.”

د اسرایل د ” السلام الآن ” سازمان، چې د میشت ځایونو جوړولو سره مخالفت کوي، په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل: “بنیامین نتنیاهو اسراییلو ته د لویدیځې غاړې د یوځای کیدو په لټه کې دی، او امکان لري چې د روان کال تر پایه د نوي یهودي میشت ځایونو جوړولو په اړه هوکړه وشي.”

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په لویدیځه غاړه کې د اسراییل رژیم د ښار جوړولو نوي پلانونه د نړیوال قانون په وړاندې د رژیم د نه پاملرنې ښکاره مثال دی.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د فلسطین د ځمکو د نیولو، تصفیه کولو او د ښارولو د جوړولو تګلاره، چې اسراییل رژیم یې د نړیوالو قوانینو او پریکړو په پام کې نیولو پرته تعقیبوي، ناکامي ده.

ورته مهال انګلستان، فرانسه، جرمني، ایټالیا او هسپانیه په نیول شوې فلسطینۍ خاوره کې د اسراییل رژیم دوامداره ښاروړونه په کلکه غندي.

یادو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې په لویدیځه غاړه کې د یهودانو لپاره د شاوخوا ۵۰۰۰ نويو هستوګنځيو د جوړولو پرېکړې تصویب د اندېښنې وړ دی.

اعلامیه کې ویل شوي چې په نیول شوي فلسطینۍ خاوره کې د میشت ځایونو پراختیا له نړیوال قانون څخه سرغړونه ده او د دوه هیوادونو تر منځ د پلې شوې حل لارې ته جدي ګواښ دی.

د روان میلادي کال سپټامبر  په  ۲۴ مه فلسطين دخپلواکې ادارې مشر سره د ترکیې د ولسمشر ټلیفوني هم کړې وي.

په دغه ټیلیفوني خبرو کې د فلسطین د ادارې مشر اردوغان ته د فتح او حماس د غورځنګونو او د فلسطیني ډلو ترمینځ د روانو خبرو اترو او د بیروت د غونډې د وتلو په هکله معلومات ورکړل.

په بیروت کې د فلسطین د مشرانو په وروستۍ ناسته کې ، ټولو د پخلاینې لاسته راوړلو او د ټاکنو ترسره کیدو په مقصد د دریځ د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ.

عباس په اردوغان غږ وکړ چې د نړیوالو کتونکو د شتون برخې په توګه د فلسطیني ټاکنو د څار لپاره ترکي څارونکي واستوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.