The news is by your side.

غور کې موټر بم چاودنې ١٤١ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېب پاڼه/ نن له غرمې وړاندې د غور ولایت مرکز فېروز کوه ښار د امنیه قومندانۍ مربوطاتو کې د ښځو چارو ریاست او شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مخې ته له چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودلی.

د دغه موټر بم چاودنې په پایله کې ١٤١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سرچینو خبریال وېب پاڼې ته په موټر بم چاودنه کې د پوځيان په ګډون د ٢٠ تنو ملکي وګړو د شهادت خبر تأیید کړی او وایي چې چاودنه کې ١٢١ تنه ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د هرات ولایت مقام خبر ورکوي چې له هرات ولایت نه یې مجرب ډاکټران او روغتیایي پرسونل غور ولایت ته د ټپیانو د درملنې لپاره لېږلی.

د هرات والي غور ولایت کې د نن ورځې د برید غندلو سره سم یاد ولایت ته د هرات ولایت مجرب ډاکټران او روغتیایي پرسونل د ټپیانو د درملنې او ډاکټرانو سره د مرستې لپاره غور ولایت ته لېږلي.

له هرات ولایت نه مجرب او جراح ډاکټران له روغتیایي پرسونل او روغتیایي تجهیزاتو او الاتو سره یو ځای د هوایي ځواکونو په همکارۍ غور ولایت ته ولاړل.

یاده روغتیایي ډله به د غور ولایت مرکز فېروز کوه ښار مرکزي روغتون کې د زیانمنو او ټپیانو درملنې لپاره ډېر ژر مرسته پیل کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.