The news is by your side.

افغان مرکچي پلاوی: د هملند او بدخشان جګړې  د سولې خنډ لپاره ترسره سوې

خبریال ویبپاڼه/ هلمند جګړې له ترې اونۍ او د بدخشان بریدونه درې ورځي کیږي چې روان دی او دې جګړو یو شمېر غبرګونونه هم له ځان سره لرل

د افغانستان اسلامي جمهوریت د بین لافغاني مرکچي پلاوی یو شمېر غړو د طالبانو له لوري په هلمند او بدخشان کې بریدونه نه زغموونکي بولي او وايي دوی د خپل قدرت د ښکارولو او سولې خبرو د اغېزمن کولو په هدف دا جګړې ترسره کړې

د هلمند له جګړې لس ورځې تیریږي او د افغان مذاکراتي پلاوي په دې هکله توند غبرګون ښودلی او نیوکې يې پرې کړې

د دې پلاوی یوې  غړې فوزيې کوفي وویل طالبان د جګړې له لارې هیڅکله خپلو موخو ته نسي رسیدلی باید له جګړې لاس واخلي

کوفي ویلي زموږ ملکیان او نظامیان هر وخت د جګړې د شدت له امله تلفات ویني او دا له شک پرته پر روانو  خبرو هم اغیز پریږدي، او طالبان دي له بې ځایه ځانښودلو ډډه وکړي

تازه جګړو کې د بدخشان مرکز ته څېرمه اتمه ناحیه وسلوالو طالبانو نیولې او هلمند کې هم د افغان ځواکونو له لوري د سیمې د پاکوالي په موخه د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي

له بدخشانه راپورونه وايي چې طالبانو  اتمه ناحیه نیولې او لاهم جګړه روانه ده ولایتي مسؤلین وايي چې اتمه ناحیه د وسلوالو طالبانو لاس ته لویدلې، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو  ته مرسته ونه رسیده نو ځکه افغان ځواکونو له سیمې شاتګ وکړ

د بدخشان ولایتي ویاند نیک محمد نظري بیا اتمه ناحیه کې یوازي د افغان ځواکونو د تاکیتکې په شا تګ خبره کوي او وايي چې دې سیمې سقوط نه دی کړی

د اتمې ناحیې او ولایت مقام ترمنځ یوازي یو غر دی کچیري طالبان دا غر ونیسي نو له هغه ځایه ولایت مقام امنیه قومانداني او هوايي ډګر ښه په نښه کولای سي

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.