The news is by your side.

د جلغوزیو یوه موټر څخه طالبان تر یونیم لک افغانۍ عشر اخلي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان په پکتیکا پکتیا او خوست ولایتونو کې د دې موسم رسیدلی چې خلک جلغوزي ټول کړي افغان جلغوزي په نړیواله کچه شهرت لري

په یادو ولایتونو د جلغوزیو ټولوونکي سوداګر وايي چې طالبان ترې د عشر په نوم سلګونه زره پیسې اخلي چې دوی يې له ستونزو سره مخ کړي هغوی وايي چې په ډیرو سختو امنیتي شرایطو کې دا کار بار کوي خو کله چې طالبان ترې پیسې واخلي نو کار يې ګټه نکوي

د جلغوزیو ترمارکیټه د جلغوزو رسول کومه اسانه خبره نه ده که هر سړی وپوښتل سي نو ډيري ستونزې بیانوي

دغه کسان وايي په کومو سیمو کې چې د دوی ( طالبانو) واک دی او دوی حاکمیت دی، هلته دوی عشر اخلي، لسمه روپۍ دوی د غرونو له خلکو اخلي، د جلغوزیو په یو بار موټر یو، یو نیم لک افغانۍ راځي

ځیني سوداګر دا هم وايي چې د طالب خپله خوښه ده چې یوه موټر ته د پیسو اندازه وټاکي چې په دې سره لا نور هم سوداګر زیانمن کیږي

له دې ولایتونو څخه په داسې حال کې دا راپورونه ورکول کیږي چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د هرې میوې د حاصل پر وخت طالبان په زور سره له کروندګرو د عشر په نوم پیسې اخلي او وروسته يې بیا د جګړې ډګر او شخصي ژوند کې مصرفه وي

له یوې افغان سوداګرو او کروندګرو ته د نړیوال مارکیټ نه شتون نا امني او د لارو خرابوالی او بیا په لویو لارو کې د وسلوالو له لوري له دې غریبکاره کسانو په یوه او بل نوم پیسې اخیستل عام افغانان نور هم د غربت کندې ته ټېل وهل دي هغوی په ډیره سختۍ سره له خپلو کروندو څخه حاصل اخلي خو  کله چې يې په لاس ورغلي پیسې پر نورو لارو ولاړې سي نو دوی له سختو ستونزو سره مخ کیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.