The news is by your side.

ننګرهار کې د ممپلیو حاصلات د تېر کال په پرتله ١٠ سلنه زیات شوي

خبریال وېب پاڼه/ ننګرهار ولایت کې د ممپلیو حاصلات د تېر کال په پرتله دا ځل په ٣٥٠ هکټاره ځمکه کرل شوي وو چې حاصلات یې په تېر کال سږ کال لس سلنه زیات شوي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، تېر کال د ننګرهار په ٢٠٠ هکټاره ځمکه ممپلي کرل شوي وو، چې ٤٢٠ مټرېک ټنه حاصلات یې درلودل، خو سږ کال په ٣٥٠ هکټاره ځمکه کرل شوي وو، چې د تېر کال په پرتله لس سلنه یې حاصلات زیات شوي دي.

د یاد ریاست چارواکي وایي، اوس مهال په ننګرهار ولایت کې د ممپلیو کښت ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده او کال په کال د ممپلیو د کښت ساحه پراخیږي.

د ننګرهار اقلیم، اوبه، هوا او خاوره د ممپلیو د کښت لپاره مناسبه ده، ځکه په دې ولایت کې ښه حاصلات ورکوي او کال تر کال یې د کښت ساحه نوره هم پراخیږي.

ممپلي چې د ځمکنیو بادامو په نوم هم یادیږي په نړیواله کچه ښه بازار لري، د ننګرهار کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي د ممپلیو حاصلاتو زیادښت او ګټو ته په کتو غواړي په دې ولایت کې د ممپلیو وده دود او پراخه کړي، چې له یوې خوا به د کوکنارو ښه بدیل وي او بل لوري به د کروندګرو په اقتصادي وده کې غوره رول ولري.

یاد ریاست د ننګرهار ٣ ولسوالیو کې ٩٠ کروندګرو ته چې د ممپلیو کښت کوي، دممپلیو، لمر ګل، صنعي او تیلي نباتاتو د اقتصادي ارزښت، اوبخور او د کرنې نورو پروسو په برخو کې روزنیز پروګرام ورکول شي.

ممپلي چې د ځمکنیو بادامو په نوم هم یادیږي او پېژل کیږي د نورو وچوو مېوو په پرتله په نړۍ کې په دریمه درجه پلورل کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.